
بلخ: طالبان وايي شورتپه کې يې ۱۲ عسکر ژوندي نيولي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وږي، ۱۳۹۷ل): د بلخ په شورتپه کې تېره ورځ د طالب سرتېرو او عسکرو تر منځ جګړه شوې ده.
طالبان وايي د دې ولسوالۍ په دالي سیمه کې يې یوه پوسته نیولې او ۱۲ عسکر يې ژوندي ګوتو ته ورغلي.
دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د دې ژوندیو نیول شویو عسکرو مرستې ته را روان عسکر يې هم تر برید لاندې راغلي او اتو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرچینې په وینا د مرستندوی عسکرو له ډلې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د بلخ ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.