اسیا جام: د بنګلدیش پر وړاندې سیالۍ کې سمیع شینواری شامل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سیالیو په وروستۍ ګروپي سیالیو کې افغانستان او بنګلدیش چې مساوي سیالان ګڼل کیږي نن مخامخ دي چې افغانستان پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د افغانستان لخوا په ننۍ سیالۍ کې پیچ ته په کتلو د نجیب الله ځدراڼ پر ځای سمیع الله شینواري ته ځای ورکړی دی، د یوه راپور پر اساس دغه بدلون به د افغانستان توپوهنې برخه کې ګټه وکړي.

له بل اړخه بنګلدیش لوبډلې د تمیم اقبال (چې ټپي شوی و)، مشفیق الرحیم او مستفیض الرحمن پرځای درې نویو لوبغاړي ته موقع ورکړې ده.

افغانستان او بنګلدیش لوبډلو د اسیا جام سوپر فور پړاو ته لار موندلې ده چې هلته به له هرې لوبډلې سره یوه یوه سیالي ترسره کوي، خو ددغې سیالۍ بریا د لوبدلې مورال لوړ او پر سیال لوبډله فشار زیات کړي.

افغانستان او بنګلدیش لوبډلو په خپلو لومړیو سیالیو کې سرېلنکا لوبډلې ته ماتې ورکړه چې سرېلنکا یې له یاد جام څخه بهر کړه، همدا ډول پاکستان او هندوستان هانګ کانګ لوبډلو ته په ماتې ورکولو دویم پړاو ته لار موندلې ده.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د پاکستان او هند ترمنځ ستره سیالۍ ترسره شوه خو د پاکستان لوبډلې ناکامې توپوهنې هند ته یوازې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه چې هند لوبډلې په ۲۹ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د