فراه: ترافیکي پیښه کې نژدې پنځوس تنه مړه او ژوبل دي

نن ټکی اسیا (جمعه،۳۰وږی ۱۳۹۷ل): د کندهار- هرات پر لویه لاره یوځل بیا خونړۍ ترافیکي پیښه رامنځ ته شوي چې له کبله یې لږ تر لږه 16 کسان وژل شوي او تر 35 پوري ټپیان دي.

ویل کیږي چې 304 ډوله بس موټر نن سهار د بکوا ولسوالۍ په پوزک نومي (سیمه) کې د یوه ټیلر سره جنګیدلی دی.

د فراه ولایتي چارواکو بي بي سي ته ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د چارواکو په وینا، د پيښې 14 ټپيان- چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه و؛ د درملنې په موخه کندهار ته لیږدول شوي دي.

باید وویل شې چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې خصوصاً د کابل هرات پر لویه لاره دا ډول دردوونکي پیښه رامنځته کیږي، بلکي تر دې وړاندي هم په ځلونو دا ډول ترافیکي پیښو د بې شمېره خلکو ژوند اخیستی.

چې لامل یې د موټرچلوونکو نشي کول، ناتجربګي، د خلکو له ژوند سره نه احتیاط ، د سړک خرابي او په ټوله کې د موټر مالکانو او چلوونکو نه تعقیب او د هغوی نه مجازات کول، هغه څه دي چې دا ډول خونړۍ پیښې یې یوه عاده چاره ګرځولي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

هغه د طالبانو پخوانيو تنبیهاتو او اعلامیو هېڅ رنګ را نه ووړ.

نږدې ده چې ددغو خونړیو حادثاتو تلفات تر هغو ډېر شي کوم چې د یرغلګرو له خوا په نښه کیژي.

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

ځینی کسان فکر کوی چه منکرات فقط همدا ربا او احتکار او رشوت او قتل او ….دی، نه، آشنایه بې احتیاطی او د ترافیکی مقرراتو څخه سرغړونه هم یو منکر او کبیره ګناه او د عذاب مستوجب دی په ځانګړې توګه هغه بې احتیاطی چه د بل انسان په ضرر تمامه شی. د عمومی وسائطو تخنیکی شرائط تر شل څلوېښت کاله مخکی ډېر ښه دی خو ستونزه پدې کی ده چه د حسن کاکو د سماوار د چرسو کیفیت ډېر ټیټ دی.اکثره ډرېوران جاهلان د چرسو معتاد دی او بېله دې شیطانی بوټی ډرېوری نشی کولای، البته دا د حکومتونو… نور لوستل »