ورزش

اسیا جام: افغانستان د پاکستان پر وړاندې لومړی د توپوهنې پریکړه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سیالیو کې د افغانستان لپاره د سوپر فور پړاو تر ټولو ستره سیالۍ لږه شېبه وروسته د پاکستان پر وړاندې پېل کیږي چې په کې اصغر افغان پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د افغانستان لوبډلې ۱۶ ساعته وړاندې د بنګلدیش پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه، او اوس د پاکستان پر وړاندې سیالۍ پېل کوي چې د عربي اماراتو په سخته ګرمۍ کې مسلسله لوبه کول ستونزمن کار دی.

د یادې سیالۍ لپاره دواړه لوبډلو په لوبډله کې تغیرات راوستي، افغانستان یو ځل بیا نجیب الله ځدراڼ ته موقع ورکړی او سمیع الله شینواری یې کښینولی دی، له بل اړخه پاکستان لوبډلې د توپوهنې برخه پیاوړې کړې، د فهیم اشرف پر ځای یې حارث سهیل، د شاداب خان پر ځای محمد نواز او د محمد عامر پر ځای یې شاهین افریدي شامل کړي دي.

له بل اړخه د هند او بنګلدیش سیالۍ په دوبۍ لوبغالي کې ترسره کیږي، چې هند لوبډلې پچه وګټله خو لومړی یې بنګلدیش لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

تېره ورځ افغانستان لوبډلې د راشد خان په پیاوړې لوبه بنګلدیش لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو په ستر توپير ماتې ورکړې وه، راشد خان ۵۷ چټکې منډې جوړې کړې، د ۱۳ منډو په بدل کې ۲ ویکټې واخیستط او یو لوبغاړی یې رن اوټ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمیع الدین افغاني

د کرکټ اتل لوبغاړو ته

بری مو ویاړو سرلوړي مو ویاړو
ملي لوبغاړو کاميابي مو ویاړو

ستاسو همت لوړ متانت ته سلام
ستره بریا، قهرمـــاني مو ویاړو

چې افتخار پرې تاريخونه کوي
داسې تکل ، اتـــلولـــي مو ویاړو

لوبه همت لوبه قوت درکوي
ملي يووالی ورورکلوي مو ویاړو

وي سليم عقل پـــه سا لم بدن کې
په هرميدان کې سرلوړي مو ویاړو

ستاسو بری کې دوطن بری دی
په اتلانو کـــې سيالي مو ویاړو

ای درواري شم لوړ همته ځینې
افغاني عزم فولادي مو ویاړو
——————————
سمیع الدین افغاني

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx