د ایفون نوي ځیرک مبایلونه بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شول

نن ټګی اسیا (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د ایپل مشهورې کمپنۍ د ایفون درې نوې مبایلونه چې په یو شمېر ځانګړتیاو سمبال دي او تر ټولو لوړه بیه او ستره ډیسپلی لري بازار ته وړاندې کړل.

د سپتمبر میاشتې په دولسمه نېټه ایپل کمپنۍ د خپلو نویو درې مبایلونو (ایفون ایکس ایس، ایفون ایکس میکس، ایفون ایکس ار) د یوه ستر کانفرانس له لارې رسمي وړاندې کولو اعلان کړی و.

تېره ورځ د ایفون مبایل پېرلو لپاره په بېلا بېلو هېوادونو کې یو شمېر خلک د سترو دوکانونو، مالونو او سټورونو مخ ته شیبې شیبې انتظار وکړ تر څو یاد مبایلونه وپلوري.

په دغه مبایلونو کې د (ایفون ایکس میکس) مبایل په ستره ډیسپلی او لوړې بیې تر نورو دوو ځانګړی دی، چې په ښو ځانګړتیاو سمبال او د ښکلې OLED ډیسپلی سره په زړه پورې لیدل کیږي.

دغه نوي مبایلونه به له پنځم جنیریشن (5G) وړتیا لرلو څخه هم برخمن وي، په یوه ثانیه کې به د ۱ جي بي ډاونلوډولو وړتیا لري،

ځانګړتیاوې:

ایفون ایکس ایس میکس (iPhone XS Max): دغه مبایل د  OLED ځانګړې ۶.۵ انچه ستره ډیسپلی لري، د دوه سیم کارتونو وړتیا لري، چې بیه یې له ټولو مبایلونو لوړه ده، دغه مبایل چې ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظه لري، بیه یې ۱۰۹۹ امریکایي ډالره ده، خو ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظې لرونکې بیه یې لوړه ده.

ایفون ایکس ایس (iPhone XS): دغه مبایل چې OLED ۵.۸ انچه ډیسپلی لري، د دوه سیم کارتونو اخیستلو وړتیا لري، د ۴ جي بي ریم او ۶۴ جي بي حافظې سره د ۳۱۷۴ ملي امپیره mAh بیترۍ لري چې بیه یې ۹۹۹ امریکایي ډالره ایښودل شوې ده، خو ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظې لرونکې مبایلونه یې لوړه بیه لري.

ایفون ایکس آر (iPhone XR): دغه مبایل له پورتني دوو څخه مختلف دی، بیه یې هم کمه ده، ددې باډي د الیمونیم څخه جوړه شوې ده چې د پورتني دوو باډي شیشه ده، دغه مبایل په بېلا بېلو رنګونو ځانګړی شوی، ۶.۱ انچه LCD ډیسپلی لري، د ۲۹۴۲ ملي امپیره mAh بیترۍ لري، چې د ۳ جي بي او ۶۴ جي بي حافظې درلودونکي بیه یې ۷۴۹ امریکایي ډالره ده، دا تر ۲۵۶ جي بي حافظې پورې ورژن لري چې ددې بیه به یې هم لوړه وي.

د یادونې وړ ده چې ایپل کمپنۍ په لومړي وار د سترې ډیسپلی او تر ټولو ګران بیه ځیرک مبایلونه بازار ته وړاندې کړل، خو بیا یې هم مینوال په کتارونو د اخیستلو لپاره بازارونو ته وتلي وو.

د ایفون مینوالو انځورونه چې د مبایل اخیستلو لپاره په دوکانونو، سټورونو او مالونو کې انتظار کوي:

د عربي اماراتو په دوبۍ ښار یو ستر مال کې خلک د ایفون مبایل اخیستلو لپاره راوتي

په سینګاپور هېواد کې نارینه او ښځینه د ایفون مبایل اخیستلو لپاره د دوکانونو خلاصېدلو انتظار کوي

په لندن ښار کې یو شمېر کسان د ایفون مبایل اخیستلو لپاره سهار وخته وتلي دي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د