ډاکټر تاج محمد چې د ننګرهار په چاپه کې وژل شوی دی.

ننګرهار: ګډو ځواکونو د يو ډاکټر په ګډون ۱۶ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار ولايت کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ۱۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي او څو نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولايت  د شيرزادو ولسوالۍ د سرخاب په سيمه کې د مياګانو په کلي تيره شپه ګډو ځواکونو چاپه اچولې ده چې د سپين ږيرو او ماشومان په ګډون يې ۱۶ تنه وژلي دي او څو نور ټپيان دي.

په دغه پيښه کې ۵ تنه سپين ږير او درې ماشومان هم وژل شوي دي.

په پيښه کې د دوو سپين ږيرو پاينده ګل او خيال محمد په ګډون د يوې کورنۍ څلور تنه وژل شوي دي چې ټول يې په کرنه او مالدارۍ بوخت وو.

په دغو ۱۶ تنو کې د ډاکټر تاج محمد په نامه يو تن د طب پوهنځي د نهم سمستر محصل هم و چې د عاشورا د رخصتۍ په مناسبت له پوهنتون څخه کور ته ورغلی و.

د عبدالله په نامه يو بل ځوان چې تازه د سعودي عربستان له مسافرۍ څخه راستون شوی و، نږدې شل ورځې وړاندې يې واده کړی و چې په دغه چاپه کې وژل شوی دي.

د سيمې اوسېدونکې وايي چې په پيښه کې ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي او په وژل شويو کې هيڅ وسله وال طالب نشته.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې ننګرهار ولايت کې په ولسي وګړو د شپې چاپې او عمليات زيات شوي دي چې له امله یې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې انديښنې ډېرې کړي دي.

تيره اوونۍ هم د ننګرهار د خوږياڼو په ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي وو.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

په دالرو دځان نه خرڅوي خپل داخلي دوښمنان د وپيژني او ملي قیام د وکړي ! غریب وژل کیږي خو دالر یو ډول نور خلک جیب ته اچوي ، تر څو چې ولسي پاڅون په کلکه عقیده ونشي له دې مرګ او ژوبلې افغانان ځانونه نشي خلاصولی دغریب وینه او سا په دالرو خرڅيږي!!

zadran
میلمه
zadran

پتنګ صاحب.وینه په وینه نه مینځله کیږی،څلویښت کاله وشو ،چه همدا قیامونه،انقلابونه،دی چه روان دی ،او وینی بهیږی،راځی چه نور د قیامونو په ځای ،سوله او اوربند وکړو.که چیری سوله اوربند وای ،نو نه به دا ډاکتر مړ وای،او نه نور،سوله انسانان د تیری ،ظلم ،څخه ساتی،چه سوله نه وی نو صبا ګوره چه نور هم مړه شی،نور قیام ،جګړه،زور،ظلم هیڅ په درد نه خوری،او د یورپ څخه د قیام قومانده ورکول ؟

جميل
میلمه
جميل

انالله وانااليه راجعون چيري دي هغه چي د غازي طالب يوي كوچنى سهوي ته يي دوربينونه نيولي وي ؟ نن يي ولي خولي گنگى أو قلمونه مات شويدي أو گوتي يي د كمپيوتر پر حروفو كار نه كوي . نبي مبارك(ص) نه چا و پوشتل چي قيامت به كله وي ده مبارك(ص) ورته وويل چي سه تياري دي ورته نيولي ، هغه ورته وويل چي سه تياري خو مي نده ورته نيولي خو د الله(ج) او د هغه رسول(ص) سره ديره مينه لرم حضور(ص) ورته وويل چي په قيامت به له هغه سره وي چي مينه ورسره كوي. نو دا… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

دا څومره نورانی ډاکټر ؤ.خدای ج دې وبخښی البته د نورو شهیدانو په ګډون.
ډېر د خواشینی ځای دی چه په وطن کی مو هره ورځ بېګناه خلګ وژل کیږی.