لغمان: ګډو ځواکونو 11 تنه عام کلیوال د طالبانو په نوم وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه،۳۱وږی ۱۳۹۷ل): د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ د کړوچ په کلي کې افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډه چاپه اچولي، چې په ترڅ کې یې 11 تنه ولسي وګړي له کورونو را ایستلي او په ډزو یې وژلي دي.

د دغي سیمې اوسیدونکي وایی چې وژل شوي کسان ټول عام کلیوال دي، د دوی په خبره له طالبانو او یا نورو وسلوالو ډلو سره یې هیڅ ډول اړیکه نه وه.

د یادو کلیو یو شمېر سپین ږیري او مشران راغونډ شوي ، له کابل نیوز تلویزون سره د خبرو پرمهال وایي چې د وږي پر څوارلسمه نیټه، کمانډو ځواکونه چې بهرنیان هم ورسره وو؛ راغلل زموږ پر کلي یې چاپه واچوله، له کورونو یې کسان را ایستل، پرته له پوښتني ګرویږني یې مخامخ په ډزو وژل.

دوی ټینګار کاوه چې په دې ټوله سیمه کې نه طالب و او نه د کوم طالب کور،

د دوی له ډلي یو سپین ږیري په خپلو خبرو کې وویل: « زه په قرآن قسم کوم چې په دې کسانو کې یو هم طالب نه و بلکي ټول عام بې ګناه ولسي خلک و، ده زیاته کړه چې اوس نو دې دا بهرنیان که یهود وي او یا نصارا، په تورات او انجیل دې قسم وخوري چې آیا په دوی کې کوم کس طالب وو؟ چې داسي بې پوښتني ووژل شول»

باید وویل شي چې په تېره یوه اونۍ کې د ننګرهارپه شیرزادو، خوګیاڼو او د پکتیا په احمدآباد کې او تر دې وړاندي لغمان کې دا پنځم ځل دی چې د ګډو ځواکونو د چاپې پرمهال لسګونه ولسي وګړي وژل کیږي، او ګڼ مالي زیانونه ورته اوړي.

طالبانو پخپله یوه خبرپاڼه کې په یادو ټولو پیښو کې د خپلو جنګیالیو موجودیت رد کړی او ویلي دي چې په دغو پیښو کې ملکي وګړي هدف ګرځول شوي. د طالبانو په وینا، دا یو نه بښونکی بشرضد جنایت دی.

بلخوا د دولت سیمه ایز او مرکزي چارواکي، همدارنګه بهرنیان په دې تړاو له څه ویلو ډډه کوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د