نړۍ

ايران کې پر پوځي پريډ وسله وال بريد مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه،۳۱وږی ۱۳۹۷ل): د ایران په جنوب اهواز ښار کې د پوځي  پريډ پر مهال نا معلومو وسله والو برید کړی، چې له امله يې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

ایراني رسنۍ وايي، بریدګرو پوځي يونيفورم اغوستی و او د پارک له شا يې پر پوځي پريډ برید وکړ.

د ایران فارس نيوز خبري اژانس وايي، چې دوو بريدګرو پر پوځيانو او د پريډ پر نندارچيانو برید وکړ.

د فارس خبري اژانس په وينا، د ډزو له امله شل ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

نن د شنبې په ورځ په ایران کې له عراق سره د شوې جګړې اته دېرشمې کليزې د نمانځلو پروګرامونه جوړ شوي دي او دغه پېښه په کې رامنځته شوه.

د ایران رسمي راډيو تلويزيون ويلي، چې بريدګرو لس دقیقې پرله پسې ډزې وکړې، خو امنيتي ځواکونو اوس وضعيت قابو کړی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې بريد پړه نه ده منلې، خو ایراني چارواکو ويلي، چې د دغه برید تر شا «د تکفيري» ډلو لاس دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x