مجرم کشيش

هندي کشيش په راهبې د ۱۳ ځلې جنسي تيري په جرم نيول شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د هند کیرالا ایالت کې پولیسو یو کاتولیک کشیش پر یوې راهبې د جنسي تېري په تور نیولی دی.‌

کشيش فرانکو مولا ککال چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو پورې ۱۳ ځله د يوې راهبې په جنسې ځورونه تورن شوی دی د پوليسو له خوا هغه مهال ونيول شو چې راهبې پرله پسې شکايتونه او اعتراضونه وکړل.

۴۴ کلنې راهبې د نورو ښځينه راهبو په ملاتړ وروسته له هغې په اعتراضونو لاس پورې کړ چې د هند حکومت ته يې د تيرې جولايي په مياشت کې شکايتونه سپارلي وو خو حکومت يې غم نه و خوړلی.

د راهبې له تازه اعتراضونو څخه وروسته تورن کشيش د درې ورځو پرله پسې تعقيب وروسته ونيول شو.

مولاکال چې د هند د پنجاب ايالت په جالندر کې د لويو کشيشانو له ډلې څخه دی له دغې راهبې سره يې له پخوا راهيسې جنسي اړيکې درلودې او د کيرالاکاتايام ښار ته به خانقا ته د راهبې استوګنځي ته ورتلو.

د يادې موضوع په اړه د راهبو په ملاتړ اعتراض کوونکو په واتيکان کې د عيسويانو مرکزي کليسا ته هم ليکونه استولي وو چې په کې ويل شوي وو چې ددغې موضوع غم دې وخوري.

د يادونې وړ ده چې په کليساګانو کې د عيسوی پاپانو له خوا د جنسي تيريو راپور دا لومړی ځل نه دی، تر دې وړاندې هم ډېر ځله له کليساګانو څخه د جنسي تيريو راپورونه ورکړل شوي دي او ډيری کشيشان د جنسي تيري په جرم تورن دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

سلام علیکم. په قرآن کی په هغه اندازه چه د ” المؤمنون” لفظ او خطاب کارول شویدی د ” الناس” لفظ هم کارول شویدی.ددې معنی به داوی چه قرآن نه یوازی د مسلمان لپاره بلکه د ټول ناس او بشریت د هدایت لپاره را نازل شویدی. اسلام یوازنی دین دی چه معاد ته ډېره توجه پکی شویده، اصلاً د انسان د خلقت فلسفه پر معاد بناء ده، همدا معاد دی چه د انسان او حیوان د توپیر سرحد ئې ټاکلی دی. په قرآن کی اکثره منکرات او د هغې څخه نهی یو پراخ انسانی مفهوم لری چه البته ځینی ئې… نور لوستل »