زلمی خليلزاد افغانستان کې د امريکا ځانګړی استازی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په رسمي توګه زلمی خليل زاد په افغانستان کې د امريکا د ځانګړي استازي په توګه اعلان کړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه راغلي دي چې زلمی خليلزاد په افغانستان کې د امريکا د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی چې هغه به په افغانستان کې د سولې په پروسه کې د امريکا استازيتوب وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي دي چې په افغانستان کې د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خليزاد ټاکنه یو غوره انتخاب دی چې د هغه په هڅو به په افغانستان کې د امريکا لاسته راوړنې زياتې شي او د هغه هلې ځلې به د امريکا د ګټو او امنيت له پاره اغيزمنې وي.

په دې وروستيو کې چې په افغانستان کې د طالبانو بريدونه زیات شوي دي او ورځ تر بلې يې د واک ساحه پراخيږي، د امريکا د سولې او خبرو اترو بحثونه ډیر شوي دي.

د شنونکو په وينا امريکا په افغانستان کې د دايمي شتون له پاره غواړي چې د سولې له نامه ګټه پورته کړي او وسله وال مخالفين په يو ډول دې ته اماده کړي چې په افغانستان کې د دوی له موجوديت سره مخالفت ونه ښيي، خو طالبانو ويلي دي چې په افغانستان کې د يو بهرني عسکر تر پاتې کېدو به هم خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

نوره به هم دا دنيا پوه شي چي أفغانستان ته ننوتل د افغان بي اجازي بد عواقب لري . چا به وبل چي دا جابره أو مغروره أمريكا له ناتو او ديرو نورو هيوادو سره په ماته له افغانستانه وزي .هغه افغانستان أو افغانان چي تولو مسلمو هيوادو هم ليريتوب زني كاوه أو د كفارو ملگرتوب يي كاوه ، تف پر دوي ولعنةالله و ملاءيكته والنَّاس اجمعين . داچي پاك الله(ج) د تولو زورور په دير كمزوره وهي همدا افغانستان يي يو مثال دى . د كمونرم د شكست مثال يي مخكي تير شو . دا د امپريالزم د ذوال… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

خلیلزاد ته ښایي چې په بین الافغاني توپیرونو کې ونه لوبیژي کنه له امریکا او افغانستان دواړو سره به خاین ثابت شي.

اقبال
میلمه
اقبال

زور ازمایی خو د عین قشر تر منځ وی د د مخلوق سره خالق زور ازمایی نه کوی د الله ج به یو کن سره ټول کاینات چه زمکه یی یو کوچنی ستوری دی که له کایناتو ورته وکتل شی په ذره بین سره به ولیدل شی او په هغه ستوری کی په انسانانو سربیره په بیلونو او تریلونو مخلوق ژوند لری نو انسانان خو به په ذره بین کی هم ونه لیدل شی د هغومره کوچنی او ذلیله مخلوق سره که الله ج زور ازمایی کوی په یو کن سره به فیصله او ختم وی دغه زمکه به ذره… نور لوستل »