هند د مذاکراتو په اړه د پاکستان وړانديز رد کړی

نن ټکی اسیا (شنبه،۳۱وږی ۱۳۹۷ل): د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان خپل هندي سيال ته د يوه ليک په ترڅ کې د نېکو هيلو او دوو اړخيزو اړيکو د بيا رغلو هيله څرګنده کړې وه او غوښتنه يې کړې وه، چې د لا ښه پرمختګ لپاره بايد د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزیران د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال په نيويارک کې وګوري، خو هند د پاکستان دغه وړانديز له يو ځل منلو وروسته په سخته لهجه رد کړی دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه يې د ملاقات وړانديز منلی و، خو د پاکستان ترهګريز عمل د عمران خان رښتنينې څېره روښانه کړه، دغه کار يې د هند لپاره د نهيلي سبب شو او دغه ناسته يې رد کړې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رويش کمار ويلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ليدو له اعلان څو ساعته ورورسته د پاکستان له پولې ور اوښتو وسله والو بریدګرو د دوی امنيتي ځواکونه وژلي او له دې ښکاري، چې پاکستان له هند سره د مذاکراتو لپاره رښتينی نه دی.

پاکستان د هند دغه اعلان او کړنه له ډيپلوماټيکو ادابو خلاف بللې، په دې اړه  يې نهیلي ښکاره کړې ده.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د هند له دې اعلان څخه نهيلي ښکاره کړې ده.

ښاغلي قريشي ويلي، چې د هند دا ډول کړنې د نړيوالو ډيپلوماټيکو اصولو خلاف دي.

د   پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر هندي پوځيانو له شوي بريد څخه ناخبري ښودلې او وړانديز يې کړی، چې د دغې پېښې د پلټنو لپاره له هند سره ګډ کار ته چمتو دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د