ټاکنو کمیسیون: ټاکنې به د بایومټریک پر اساس وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وږي، ۱۳۹۷ل): دوه ورځې وړاندې د ټاکنو کمیسیون د سیاسي ګوندونو له لوري د یو شوي وړاندیز اړوند د عملي اقدام د پیل خبر ورکړ.

دې کمیسیون وویل، چې د ټاکنو پر ورځ د رایه ورکوونکو د بایومټریک کولو لپاره يې له ځینو کمپینو سره خبرې کړې دي، چې د سیاسي ګوندونو یو وړاندیز هم همدا و.

نن د دې کمیسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وویل، چې دوی په دې برخه کې اویا سلنه کارونه پوره کړې او د بایومټریک ماشین په رارسېدو سره به يې کار بشپړ شي.

هغه وویل، د «دارمالوک» په نوم الماني کمپنۍ له خوا دا ماشین به د اوونۍ تر پایه ګټې اخیسیتنې ته اماده شي، په وینا يې دا کمپنۍ په شلو هېوادونو کې کاري تجربه لري.

هغه دا هم وویل، د نوماندانو د تبلیغاتي کمپیان موده به شل ورځې وي، چې د مېزان له شپږمې به شروع او د مېزان په شپږویشتمه به پای ته ورسېږي.

د ټاکنو کمیسیون د دې څرګندونو تر څنګ سیاسي ګوندونو ویلي، چې دوی د دې اقدام هرکلی کوي، خو یوازې دا وړاندیز منل يې د اعتراضونو د بندولو علت نه شي کېدلی.

د «لوی ملي ائتلاف» په نوم د سیاسي ګوندونو ټلوالې ویاند فضل الرحمن اوریا ويلي، د دوی ځينې مهمې غوښتنې لا هم پاتې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د