فاریاب کې نهه ماشومان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وږي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب په شیرین تګاب کې نهه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د فاریاب ځايي چارواکي واي، چې پېښه د شیرین تګاب ولسوالۍ په کوه صیاد سیمه کې شوې ده.

د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وویل ماشومان د «طالبانو» له لوري پر خښ کړل شوي ماین برابر شوي دي.

هغه وویل په ټپیانو کې د دوو نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د کوه صیاد ځايي اوسېدونکي وايي چې دوی تر اوسه نه پوهېږي، ماشومان پر خښ کړل شوي ماین برابر شوي، که ناچاودې مرمۍ ته برابر شوي دي.

بې بې سي لیکلي دغه کلی له دوو ورځو راهیسې د طالبانو او حکومت تر منځ لاس په لاس کېده او د جګړې شاهد و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د