نیوزویک: امریکا په نومبر کې له افغانستانه د وتلو مهالوېش ټاکي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وږي، ۱۳۹۷ل): پر افغانستان د امریکا د یرغل اوولس کلونه پوره کېږي، چې دقیقه ورځ به يې د اکتوبر پر اوومه پوره شي، خو نیوزویک مجلې تازه په همدې اړه مطلب خپور کړی.

د مطلب لیکوال لیکلي، د امریکا د کانګریس له ټاکنو وروسته چې راتلونکې نومبر میاشت کېږي، له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو لپاره مهال وېشل ټاکي.

د سرچینې په وینا دغه مهالوېش به په ۲۰۲۰ کال پيل شي او امریکا به له افغانستانه په پوځي توګه پښې سپکې کړي.

نیوزویک په عراق او افغانستان کې د پخواني امریکايي سلاکار انتوني کورډسمن په حواله ويلي، چې ټرمپ به د سکاټ مېلر د ارزونې لپاره هم یو څه وخت په افغانستان کې عسکري حضور ته په تمه شي، خو په ورته وخت کې يې د یو بل پخواني چارواکي او شنونکي سیټ جونز له خولې لیکلي چې که امریکایان په چټکۍ له افغانستانه وځي، ښې پایلې به ونه لري.

بې بې سې د کاناډايي ورځپاڼې سټار په حواله د سیګار د مشر جان سوپکو له خولې ویلي، چې نه یوازې د امریکا بلکې د نورو هېوادونو مرستې هم په افغانستان کې ضایعه شوې دي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې یوازې کاناډا په تېره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې ۲،۲ میلیارده ډالر لګولي دي او ۱۵۸ عسکر يې له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ ډيلی بیسټ هم د پخواني قومندان نېکولسن په اړه لیکلي و، چې په افغانستان کې يې د عسکرو د پاتې کېدو لپاره د ټرمپ قناعت د «سولې کاروان» او فکس نیوز په وسیله کاوه.

د سرچینې په وینا نېکولسن هیله درلوده چې فکس نیوز او په افغانستان کې د څو ځوانانو له لوري د «سولې کاروان» په نوم حرکت به د ټرمپ د قناعت لپاره وکاروي، خو ښکاري چې ټرمپ دلته پاتې کېدو ته زړه نه ښه کوي.

هم مهاله، د امریکا له لوري د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ټاکل کېدو هم دا باور پیاوړی کړی چې ټرمپ غواړي دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او پر سیاسي حل پیل وکړي.

وړاندې تر دې هم ټرمپ څو ځلې ویلي، چې غواړي له دوزخه [افغانستان] خپل عسکر وباسي.

یاده دې وي د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې هم هغه څه دي چې د سولې د را نږدې کېدو هیلې پیاوړې کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سوله ، اوربند
میلمه
سوله ، اوربند

دا چه اوس معلومه شوه ،چه امریکا یان د وتلو په حال کی دی،نو جنګ باید پای ته ورسیږی،او نور (عام ولس)باید قتل نشی.طالیبانو چه کوم جنګ راوان کړی .مطلب یی دا وه چه امریکایان ووځی،امریکایان په وتلو دی نو طالیبان هم باید مدرسو ،ته ستانه شی،طالیبان او امریکایانو په نه موجودیت کی عام ولس ښه حکومت جوړولی شی،

جميل
میلمه
جميل

دا ارمان به دي پوره نشي چي امريكايان ووزي او طالبان به بيا مدرسوته زي أو بيا به هغه انارشي وي لكه تَر نجيب گاو وروسته چي وه . كله چي أمريكا وزي خپل توله وفاداره مزدوران به له زانه سره بيايي او يا به يي د ملت و عدالت أو محكمي ته پريژدي . دا چي طالبان وروسته له ازادى نه په مدرسو ننوزي دا ملك أو دا ملت به بيا سوك ساتي او شرعي نظام به سوك پلي كوي كه ستا په فكر أو سوچ كي دموكراسي وي چي دا ١٧ كاله يي افغانان ميچن كرل او يا… نور لوستل »

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

جمیل صاحب ،متل دی وایی چه ماړه خیټه پارسی وایی. مفت سوسیال ته ناست تبصری لیکی،په موږ (عام ولس)د څه؟که مرو،که سوازو،