د حضرت حسین خروج او د کربلا پېښه!! عمران عادل

د حضرت علي رضي الله عنه سره له اختلاف او د هغه له شهادت وروسته حضرت معاوية رضي الله عنه په (۴۱هجري) کې د مسلمانانو عمومي خلیفه وټاکل شو، خو له بل پلوه ځینو غوښتل له حضرت حسن رضي الله عنه سره بیعت وکړي، لکه څرنګه چې حضرت حسن زیرک او هوښیار سړی و، ویې کتل چې دده په خلیفه کېدو به مسلمانان دوه ټوټې شي، نو پریکړه یې وکړه چې له بیعته ښکته شي او له حضرت معاویه سره لاس یو کړي.

حضرت معاویه د حضرت حسن او حضرت حسین ډیر قدر کاوه، او کله چې یې خپل ځوی (یزید) په خلافت ګماره ددوی سره یې د ځانګړي ښه چلند وصیت هم ورته وکړ.

حضرت معاویه سره ځینو خپلو ملګرو د یزید د خلیفه کولو پر سر اختلاف وښود – چې د خلافت وړ نه دی -، خو ځینو نورو ډیرو یې په حق کې رایې ورکړې، په پای کې یزید د هجرت په ۶۰م کال خلیفه شو، له همدې ځایه د اموي دولت پر ضد مخالفتونو زور ونیو.

د کوفې او مدینې خلکو په شام کې د مسلمانانو خلیفه یزید سره بیعت ونکړ، دوی دداسې فرصت په لټه کې وو چې حضرت حسین له یزید سره بیعت ونکړي نو مونږ به ده ته د بیعت لاس اوږد کړو.

د کوفې خلک خبر شول چې ددوی په شمول په مدینه کې حسین هم د یزید له بیعت نه لاس په سر شوی، هغه پسې یې پرلپسې پیغامونه استول چې مونږ له تا سره اوږه په اوږه دریږو او له تا سره بیعت کوو، فتحه او نصرت به زمونږ وي، هر ډول مرستې ته درسره چمتو یو، ویل کیږي چې ددغو پیغامونو شمېره تر پنځوسو یا په ځینو روایاتو کې تر پنځه سوو ورسېده، د کوفې خلکو سخت ټینګار حسین دې ته اړ کړ چې خپل تره ځوی مسلم بن عقیل کوفې ته واستوي تر څو ددغو خلکو حال واخلي او دغه پیغامونه، وعدې او لاسلیکونه تایید کړي. کله چې مسلم بن عقیل کوفې ته رسیږي، ډیر په شان او شوکت سره یې استقبال کیږي، کوفیان دده خاص خاطر او مدارت کوي.

د مسلم بن عقیل لخوا کوفیانو ته د حضرت حسین د پیغام رسولو وروسته شیعه عالمانو پخپلو خطبو کې اعلانونه وکړل: «مونږ له حسین بن علي سره بیعت کوو دده هره خبره منو، دده له دښمن سره به د خپلو تورو په زور جنګیږو او ددې په بدل کې مونږ له ده څخه هیڅ نه غواړو، اجر به یې الله راکوي».

مسلم بن عقیل ته ډلې ډلې کوفیان (شیعګان) راتلل او له ده سره یې د حسین په حق کې بیعت کاوه، ابن عقیل حسین ته پیغام واستوه چې د کوفې ۱۸۰۰۰ کم او زیات کسانو له ماسره ستا په حق کې بیعت وکړ، او زه په دوی کې د امویانو کوم حامي او مرستندوی نه ګورم.

خلیفه یزید له دغې پیښې خبر شو، د کوفې والي «نعمان بن بشیر» یې د کوفې خلکو سره د ډیر تساهل او په سیمه کې د اختلاف پیدا کیدو له کبله له دندې ګوښه او پر ځای یې عبید الله بن زیاد والي مقرر کړ، په کوفه کې د شیعګانو راپورته کېدل خلیفه یزید ته د منلو وړ نه وو نو ځکه یې والي بدل او پرځای سر سخت والي مقرر کړ، ځکه چې نعمان بن بشیر غوښتل د حضرت حسین مخه ونه نیسي.

ابن  زیاد سخت سړی و، ده کوښښ شروع کړ چې د کوفې خلک ځان ته جذب کړي، له سخت سیاست او چل ول نه په کار اخیستنې سره ده د شیعګانو ستر عالمان چې له حسین سره یې بیعت کړی و د پیسو او نورو چلونو په زور واخیستل. ابن زیاد د مسلم بن عقیل نیولو پسې خلک ولیږل، (تاریخ ابن کثیر لیکي چې یزید، ابن زیاد ته د مخالفت په پار د مسلم بن عقیل وژلو امر کړی و) مسلم په ډیره چټکتیا سره حسین ته پیغام ولیږه چې له مدینې څخه راونه وځي دده لپاره حالات هیڅ د وتلو وړ نه دي.

حضرت حسین ولې د مدینې عالمانو مشوره ونه منله؟

حضرت حسین د هغو وعدو فتحې او نصرت په پار هوډ وکړ چې د شام په لور ووځي، د مدینې سترو عالمانو (د عبد الله بن عباس او عبد الله بن عمر) په شمول حسین ته مشوره ورکړه چې خروج ونکړي او باید مدینه کې پاتې شي، ځکه دوی کتل چې د منکر ختمولو لپاره باید له منکر نه وسیله غټه وي، حالات دده په ګټه نه دي او نه هم د کوفې شیعګان دې وعدو ته وفادار دي، څنګه یې چې دده د پلار حضرت علي سره خیانت کړی و له ده سره یې هم کوي. خو حضرت حسین په هغو پیغامونو باور لاره او د مدینې څخه د وتلو په حال کې شو.

کله چې حسین کوفې ته نیزدې شو له فرزدق نومې سړي سره مخ شو، له هغه څخه یې د ابن عقیل احوال وپوښت، دا هغه وخت دی چې ابن عقیل د ابن زیاد لخوا نیول شوی او بیا شهید کړل شوی و، خو حسین ته ددې په اړه هیڅ معلومات نه و، فرزدق ورته وویل: کوفې ته له داخلیدو ځان وساته، دغه خلک به له تاسره خیانت کوي، په نیمه لار کې دې پریږدي، هغه ورته وویل: هغه پیغامونه او لاسلیکونه چې دوی ماسره کړي له ماسره دي، فرزدق ورته وویل: ددوی زړونه له تاسره دي خو تورې یې له امویانو سره دي، هغوی سره مالونه دي او دغه خلک یې په پیسو اخیستي.

ابن زیاد ته د نورو مشرانو لخوا پیغامونه راتلل چې حسین ستا خواته دروتلی باید له ډیر احتیاط څخه کار واخلې، ابن زیاد – چې د کوفې د ښار والي دی – د حسین د مخنیوي لپاره له یوې او بلې لارې کار اخلي، حسین کوفې ته نیزدې شوی و، ابن زیاد کوفه شاوخوا محاصره کړه، هیچاته د ننولو او وتلو اجازه نه وه.

حضرت حسین له خپلو ملګرو څخه يو د ابن عقیل د حال اخیستلو لپاره واستوه، خو د حسین د ملګری د ابن تمیم -چې د ابن زیاد لخوا د پوځ مشر مقرر شوی و – لاس ته ورغی ابن زیاد ته یې وسپاره او هغه وواژه.

حضرت حسین ته بل پیغام راغی، «کوفې ته مه داخلیږه، هیڅ نه دي پاتې، ستا داخلیدل ستا مرګ دی، خپله پریکړه بدله کړه او بیرته ستون شه».

حضرت حسین د کوفې د بانډو -کوچیانو- خلکو څخه واوریدل چې ابن عقیل او دده بل ملګری ابن عروة د ابن زیاد لخوا وژل شوي، نو خپلو خلکو ته یې مخ واړوه او ویې ویل: «که څوک غواړي بیرته لاړ شي زما لخوا هیڅ ممانعت نشته»، دوی حسین ته وویل: مونږ په داسې حال کې هیڅکله تا یواځې نشو پریښودی، که کوفې ته تګ زمونږ په خیر نه وي او هلته ستا لپاره مشکلات جوړیږي بیرته به له تاسره ستانه شو، کله چې حسین د بیرته تګ اراده وکړه د ابن عقیل ورونه راپاڅیدل او د خپل ورور د غچ اخیستلو غږ یې پورته کړ، «یا به بدل اخلي او یا به وژل کیږي». هماغه و چې حسین د کربلا په لور وخوځېد.

حسین بن علي کربلا ته ورسید، هلته د څلور زره کسیز پوځ د عمر بن سعد په مشرئ چې دده د جنګ او ختمولو لپاره ابن زیاد را استولی و مخامخ شو، حسین عمر بن سعد ته وویل: «زه پخپله خوښه نه یم راغلی مګر د کوفې د خلکو په غوښتنه راغلی یم، دغه یې خطونه او لاسلیکونه دي، کوفې ته داخلیږم هغوی ګورم که مې پخپلو وعدو ټینګ ولیدل ښه تر ښه کنه نو بیرته به خپل ځای ته ستون شم»، ابن سعد وویل: زما په وس کې هیڅ نشته خو ابن زیاد ته به پیغام واستوم، ابن سعد د حسین خبرې ابن زیاد ته ورسولې، هغه وویل: «اوس چې زمونږ پنجو ته راغی نجات غواړي، دده لپاره هیڅ د خلاصي لار نشته، بیا یې ابن سعد ته پیغام واستوه او له حسین څخه یې د یزید او د هغه کسانو سره د بیعت غوښتنه وکړه، «که داسې یې وکړل بیا به مونږ پخپل کار غور وکړو چې هر څه مو ورسره وکړل»، حضرت حسین د هغه په  ځواب کې درې وړاندوینې وکړې:

  1. اجازت ورکړل شي چې بیرته خپل ځای ته ستون شي.
  2. پریښودل شي یزید ته ورشي -چې ددوی خلیفه دی- او له هغه سره مخامخ جوړ جاړی وکړي.
  3. جهاد ته لاړ شي او په سنګرونو کې له مجاهدینو سره یو ځای شي.

دغه درې وړاندوینې ددغه انقلاب ختمیدل او وینې تویدو څخه د نجات ښه ذریعه وه.

ابن زیاد غوښتل دغه وړاندوینې ومني، په داسې حال کې شمر بن ذي الجوشن ابن زیاد ته وویل: د حسین خبرو ته باید پام ونکړل شي، هغه باید ستا امر ومني او ته پرې حکم وکړې، بیا دې که خپله محاکمه کاوه او یا دې یزید ته استوه، ابن زیاد یې خبر ومانه او ابن سعد ته یې پیغام واستوه جې حسین به خامخا دده امرونو ته غاړه ږدي او یا دې جنګ ته تیار شي، ابن سعد په دې پوهیده چې حسین به هیڅکله د ابن زیاد خبرې ته اهمیت ورنکړي او نه به هغه ته تسلیمي ښکاره کړي.

د محرم په میاشت کې د (۶۱ هجري )کال د جمعې په سهار د کربلا پیښه منځ ته راغله.

جنګ پېښ شو، ویل کیږي چې حضرت حسین نه غوښتل په چا د تورې ګوزار وکړي او دده لاسونه دې د چا په وینو سره شي، او نه د مخالف لورې څخه چا غوښتل چې لاسونه دې یې د حسین په وینو سره شي، تر څو چې شمر بن ذي الجوشن راغی خپلو کسانو ته یې امر وکړ او هغه یې په شهادت ورساوه.

د حضرت حسین رضي الله عنه په شمول (چې ۵۴ کلن و) ۳۲ سپاره او ۴۰ تنه پیاده) ماشومان، ښځې او بوډاګان (د کربلا په پیښه کې د ابن زیاد تر مشرئ او د یزید بن معاویة تر حاکمیت لاندې د محرم میاشتې د عاشورا په ورځ په (۶۱ هجري) شهید کړل شول. (انا لله وانا الیه راجعون).

  • وما علینا الا البلاغ
avatar
2 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هلال احمد
ایډیټر
هلال احمد

لیکنه کې دوه د تأمل وړ نکات لومړی حضرت حسن له مدینې څخه د کوفې په خوا نه و روان شوی بلکې له مکې څخه روان شوی و.حسین رضی الله عنه د یزید له مشر کیدو وروسته په ۶۰ هجري شعبان کې له مدینې مکې ته لاړ او بیا د همدې کال د ذوالحجې په ۸ مه د عراق په خوا روان شو، یوه میاشت بعد د کربلا واقعه وشوه. دوهم په لیکنه کې په کوفه کې د حضرت حسین پلویان شیعه ګان بلل شوي، حال دا چې شیعه ګان لفظ معاصره مبتدعه ډله تداعي کوي. حال دا چې هغه… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

سلام علیکم. زه خپله سُنی توب او شیعه توب ته کومه خاصه عقیده نلرم، همدا د توحید او نبوت او معاد د حقیقت منل راته هر څه دی امّا : د حسین بن علی داستان ته د یو عادی تراژیدی- تاریخی داستان په سترګه نه ګورم بلکه راته حتی یو عقیدوی مسئله ده.د نورو سره کار نلرم، د خپل مور او پلار د معاد د څرنګوالی پخاطر ډېر خواشینی یم، نه چه د ایمان د تکمیل سره سره د حسین په هکله د اوښکو نه تویونی او عدم خپګان او همدارنګه حق او باطل د اختلاط او د حق او… نور لوستل »

عبد الله
میلمه
عبد الله

غلام حضرت وروره! زه یوازې دومره ویلی شم چې مسلمانانو حتی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې هم ځینې اختلافات درلودل، دا په دې معنی نه شي کېدای چې رحمن ډله او د شیطان ډله- د یو کتاب په حواله:رومیانو معاویه رضی الله عنه ته قاصد راولېږلو تر څو ورته اطمئنان ورکړي چې دوی معاویه د علی رضی الله عنه پر وړاندې حمایه کوي او حتی د لښکرو مرسته ورسره کوي. خو د معاویه رضی الله عنه ځواب داسې ؤ: ای د روم سپیه! علی زما د تره زوی دی، زمونږ اختلاف ډېر کوچینی دی او… نور لوستل »