ډاکټر تاج محمد چې د ننګرهار په چاپه کې وژل شوی دی.

موږ په کرکټ مصروف یو، امریکایانو ولس سټ کړ

حبیب افغان

د تېرې سه شنبې په شپه چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ مقابله وه، موږ دې ته خوشاله وو چې د کرکټ توپ اچوونکو مو د سریلانکا لس لوبغاړي اوټ کړل. خو دلته په خپل هیواد کې د راشد خان او سمیع شینواري په وطن ننګرهار کې امریکایانو د خوږیاڼو په وډیسار سیمه چاپه ووهله. په حساب شمیرلي ۱۶ تنه اولسي خلک یې شهیدان کړل، ۴ تنه یي ټپیان کړل او ګڼ ودان کورونه یې په بمونو کنډر کړل.

په پنجشنبه چې دافغانستان او بنګله دیش تر منځ مسابقه وه، موږ یو ځل بیا د کرکټ هیجان له ځانه پردي کړي وو. خو هغه مهال چې موږ د لوبې په میدان کې د بنګالیانو سوځیدو ته په جامو کې نه ځائیدو، امریکایانو یو ځل بیا زما او ستا په وطن کې د مرګ لوبه ګرمه کړې وه. په همدې ورځ د پکتیا په څمکنیو کې امریکایانو په بمبار کې ۱۳ تنه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله، دغه راز یې د ننګرهار په شیرزادو کې د پیټلاو په سیمه چاپه کې ۱۰ تنه عام اولسي افغانان شهیدان کړل.

پرون جمعه چې یو ځل بیا د کرکټ میدان ګرم و، له پاکستان سره مقابله وه، په داسې حال کې چې زموږ فیسبوکي ځوانان د کرکټ نشې مدهوش کړي وو. رسنیو خبر ورکړ  چې د ننګرهار ولايت  د شيرزادو ولسوالۍ د سرخاب په سيمه کې د مياګانو په کلي تيره شپه ګډو ځواکونو چاپه اچولې ده چې د سپين ږيرو او ماشومان په ګډون يې ۱۶ تنه وژلي دي او څو نور یې ټپيان دي.وایي د وژل شویو له جملې پنځه تنه سپین ږیري، درې ماشومان او یو تن هم د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصل ډاکټر تاج محمد دی چې امریکایي او کمانډویي عسکرو په ډیره بې رحمۍ په شهادت رسولی دی.

موږ په دې دریو غمیزو ځکه خبر نه شوو، چې اصلا مو خپل اولویتونه سم نه دي پيژندلي. موږ چې د کرکټ په اړه څومره تبصرې وکړې، څومره د فیسبوک او ټویټر هیش ټاګونه مو( ټرنډ) کړل او څومره لیکنیز، ویډیویي او لایف نشرات مو وکړل که مو یوه ورځ هم د امریکایي مظالمو په ضد په دغسې اتفاق غږ پورته کړ او د نړۍ ګوټ ګوټ ته مو د خپل اولس  مظلومیت غږ ورساوه، نو زما یقین دی چې د وحشت کوونکو په کړنو کې به فرق راشي او بیا به مو داسې په بې رحمۍ او بې باکۍ نه وژني.

کرکټ یوه لوبه ده او په افغانستان کې پردی اشغال، امریکایي مظالم، وحشتونه او بې دریغه ملکي تلفات هغه دژوند حقائق دي چې زموږ  د اولس برخلیک ورسره تړلی دی. خو زموږ زیاتره ځوانانو اوس د خپل ژوند تر ټولو ستر هدف کرکټ ګرځولی دی، ټول فکر او سوچ یې یوازې په همدې کې دی نو ځکه د خپل اولس روانه تباهي یې له فکره وتلې ده.

زموږ د اولس او هیواد د دښمنانو او امریکایي اشغالګرو یو ستر هدف همدا دی چې زموږ د اولس جمعي ذهن ګمراه او په بله کړي. هغوی غواړي چې موږ په یوه او بله بهانه مصروف وساتي تر څو خپل وحشیانه اشغال او وحشت ته په پوره ډاډ دوام ورکړي.

ها د درویش دراني یو شعر دی

څالاکه دښمنان چې یې سر وړي هغه مهال

مشغول لکه ماشوم کړي په څه ورور د پښتانه

زه دا نه وایم چې کرکټ دې بابیزه وګڼل شي او یا کرکټ ناروا دی. زه وایم چې راځئ لوبو ته د لوبو په نظر وګورو همدومره اهمیت ورکړو او دژوند نورو حقائقو او مهمو پيښو ته په خپل اهمیت قائل شو. اوسنی حالت خو چې زه ګورم په نوي نسل کې د ژوند، مرګ او ملي حیات تر مسائلو کرکټ په مراتبو ډیر مهم دی او دا حالت واقعا د افسوس او اصلاح وړ دی.

نو د کرکټ سرسپارلیو عاشقانو! لږ مو دې نورو اړخونو ته هم توجه غواړم….

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

افغان صاحب خير دي په نصيب شه ؛ له هغه وخت نه چي ملك اشغال شوي د دجال پيروانو تولو هغه كارو ته ملا ترلي چي افغانان په تيره بيا زوانان په اغفال كي وساتي . د تلويزون أو راديو پروگرمونه، د سگ جنگى تورنمتونه ، دهندوستان كاغزپرانونه ، كركت ،… أو نور توله هغه بازي أو هوسبازي چي دوي نوره هم وده وركوي افغانان له خپل دين، افغانيت او غيرت نه كراركرار ليري كوي. دادتولو محترمو والدينو وظيفه ده چي خپل اولادونه وژغوري أو ددنيا أو اخرت وخير ته يي متوجه كي سو د ددي دنيا د خجالت نه… نور لوستل »

حاجی خراباتی
میلمه
حاجی خراباتی

افغان صاحب،څلویښت کلن جنګ افغانان په هره څه کی پاخه کړی دی،افغانان همیشه په جنګ جګړه کی دی،تقریبا دوه نسله په جنګ کی را لوی شول،نور به څومره را لوی کیږی او څومره به په دا جنګ کی مړه کیږی ،یو الله ج پوهیږی،د سوله او اور بند هیڅ څرک نه لګیږی،نو په دا جنګونو کی هر افغان حق لری، چه خپل ماغزه له جنګ څخه بل خوا (کرکیت )او نور شیانو ،او لوبی ته واړوی،تر څو لږ تفریح هم وکړی،خلک له جنګ څخه ستړی ستومانه شوی دی،هر کار یوه اندازه تفریح لری ،خو د افغانستان په جنګ کی هیڅ… نور لوستل »

سوله ، اوربند
میلمه
سوله ، اوربند

جمیل او افغان صاحب سلامونه، دا جګړه په افغانانو باندی له بهر څخه تپل شوی جګړه ده. هیڅ کوم افغان دومره غښتلی ،پیاوړی،پهلوان نه دی چه څلویښت کاله جګړه وکړی.دا ناولی جګړه وچ په زور په موږباندی په مخ وړله کیږی،د جګړی سوون توکی افغانان دی،او دجګړی سون توکیو پیداکوونکی افغانان او استخبارتی کړی دی،د جګړی سوون توکی د عام ولس څخه پوره کیږی،با تجربه خلک باید له ولس څخه کسان پیدا کړی چه جنګ په وکړی،نو دا چه جګړه یوی مغلقه استخبارتی پړاو کی واقع ده ،نو په دا حالت کی باید هر افغان وګړی خپل ځان په خپله… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

خراباتي صيب أو سوله صيب په دا٤٠ كاله كي به افغانانو پر چا حمله نوي كري، اول واري د شوروي كمونستانو د بريژنف په وخت كي چي د كمونستانو داوج وخت و د خپلو متحدينو سره پر أفغانستان حمله وكره چي په جواب كي يي افغانانو نه يوازي دا چي له ملكه وايستل بلكه نظام يي هم ور چپه كى .دافسوس زاى دادى چي كومي ستني(پيچكاري) چي يي زينو بي همتو ته وركري وي اوس يي هم په وبنو كي تاءثير شته . ١٧ كاله مخكي چي أمريكا هم خپل اخري اوج ته رسيدلي وه له خپل متحدينو سره يي… نور لوستل »