پرونۍ ماتې، لاملونه او د زړونو ګټل

لیکوال: خپلواک دریځ

پرون یوه داسي سیالۍ وشوه، چې تا به فکر کاوه د نیوزلینډ او سهیلي افریقې ترمنځ د نړیوال جام نیمه پایلوبه ده او یا د هند او پاکستان لوبډلې په یوې اساسې لوبې کې له یو بل سره نښتي دي.

افغان لوبډلې زړونه وګټل، پاکستانیو لوبغاړو لوبه وګټل خو ددې هرڅه سره سره زموږ ستونزې څه وې؟

لومړی: افغان ځواني لوبډلې دې وروستیو کې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب له ایرلینډ سره یوځای ترسرلاسه کړی، وروسته ډیرې سیالۍ افغان لوبډلې وکړې او لري یې، دې لړ کې یې د ډېرو پیاوړو لوبډلو ماتول لکه، بنګلدیش، زمبابوې، ویسټ انډیز او سریلانکا دا هغه څه و چې د کرېکټ نړیوالې شورا او د کرېکټ نړۍ مبصرینو ته افغان لوبډلې په ثبوت ورسول، چې افغان لوبډله په رښتیني ډول د پوره غړیتوب حقداره ده او دې لوبډلې د نړیوالې شورا دا باور او اعتماد ور وساته، ځینو به فکر کاوه چې ګواکي افغانستان تل یوازې زمبابوې، ایرلینډ او… نورې لوبډلې رانیولي وي او ماتې ورکوي خو د ټاپ اته لوبډلو پر وړاندې هیڅ هم نشي کولی، تېر د نړیوال جام غوراوي پړاو کې ویسټ انډیز په پرلپسې ډول ماتول، بنګلدیش ته درې ماتې ورکول، د سریلانکا غوندې لوبډله ماتول، چې د نړیوالو جامونو ترڅنګ یې پنځه ځله اسیا کپ هم وړی او ددې باوجود د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې هغه چې د نړیوالو جامونو ترڅنګ یې دوه ځلي اسیا کپ او تېر ځل یې د اتلانو کپ هم وګاټه، داسي لوبه کول چې د دوی د مینه والو ترڅنګ یې حتی لوبغاړي هم ژړا ته ودرول او د یوې ښې مبارزې وروسته یې د ۳ ویکټو په توپیر لوبه وبایلل.

پرون کرېکټ نړیواله شورا هم حیرانه وه، د کرېکټ نړۍ ټول مینه وال، لوبغاړي او مبصرین ګوته په غاښ وه، چې څنګه یوه ډېره ځوانه لوبډله په داسي نه اټکلېدونکي ډول مخته روانه ده، چې د کرېکټ یې لا د ځوانۍ وخت هم نه دی راغلی، هغه لوبډله چې لا شل کلنه نه ده، دا ویاړ لوی ویاړ دی او دا ویاړ مو اتلانو رابخښلی.

خپله پاکستان دا په حقیقت سره نور ومنل چې افغان لوبډله اوس د ۲۰۱۲ – ۲۰۱۴ – او ۲۰۱۵ لوبډله نه ده او څنګه چې پوره غړیتوب ورکول شوی، همدومره پیاوړې هم ده.

ځکه د نړۍ پیاوړې توپ اچوونه له پاکستان سره ده او ۲۵۷ منډې د دوی پروړاندې کول، لکه تر درې او درې نیم سوه پورې چې د دوی پروړاندې منډې کیږي.

دوهم: پرون که څه هم پیلیز لوبغاړي، ډېر پاته نه شوه ۳۱ منډو کې مو دواړه له لاسه ورکړه خو د ټاپ ارډر توپ وهونکو غوره توپ وهنه وکړه او د پاکستانۍ لوبډلې د ښې توپ اچوونې پر وړاندې داسي وځلېده لکه له زمبابوې، ایرلینډ او… نورو لوبډلو پر وړاندې چې څه ډول توپ وهنه کوي، یانې په ټوله کې یې حوصله او باور ځانه سره ساتلی و، د سیالې لوبډلې هیڅ ډول فشار ته تسلیم نه شوه، دې برخه کې د حشمت شهیدي، اضغرافغان او رحمت شاه نومونه د یادوولو دي.

د ابو ظهبی پر دې میدان تر ۲۵۰ پورې هدف خورا لوړ هدف دی او پوره کول یې یوازې شل سلنه امکان لري، پر دې میدان وروستیو ۲۱ سیالیو کې چې کله هم تر ۲۵۰ هدف تللی نو دا څلورم ځل و، چې پوره کېده یانې ۱۷ځله لوبډلو دلته هدف پسې ځان نه دی رسولی نو دومره هدف ایښودل د پاکستان پر وړاندې په حقیقت کې زموږ پیاوړتیا وه او دا ثابته شوه، د شعیب ملک سټایل شاید د کرېکټ مینه والو ډېر کم لیدلی وي خو پرون چې یې لوبه وګټل ځانګړی سټایل یې وکړ او دا زموږ د پیاوړتیا بل ثبوت و، توپ وهنه کې نبي، نجیب او شهزاد ته ډېرې تمې وې خو ونه ځلېده او لامل یې هم وروسته بیانوم.

دریم: هرڅه نور روښانه دې او دا باید ومنو زموږ لوبډله چې ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کې څنګه د پاکستان پر وړاندې له فشار سره مخ وه، هم هغه اثرات پرون هم په پوره ډول ښکاره شوه حال دا چې له ۲۰۱۲ تر اوسه زموږ مځکه او اسمان توپیر شوی او پر دې توپیرونو مو مخکې ثبوتونه هم وړاندې کړه.

پرون چې لوبډله د توپ اچوونې او ډګر ساتنې لپاره میدان ته کښته شوه، له نورو ورځو سره یې پوره توپیر و، مخکې به یې خورا ښې هیلې او جذبې په څېرو کې محسوسېدلې خو پرون له لومړي اوره د نبي، افتاب، ګلبدین، اضغر او حتی هغه سمیع الله شینواری چې ټول میدان ګرموي، لوبغاړو ته احساس ورکوي او دوی هڅوي، هغه کې هم مخکنی شور او هیجان نه و، یو ډول د مایوسۍ ګرد یې پر څېرو غوړېدلی و. دې منځ کې یواځینی لوبغاړی مجیب الرحمن و، چې له لومړي توپه یې تر وروستیو په پوره مرال سره سیالي وکړه.

د افتاب څخه خطا ډګرساته څلوریزه تلل، ګلبدین په خپل لاس بال پوري وهل او څلوریزه کېدل، رن اوټ له ګلبدینه خطا کېدل، له نبي څخه په څو ځله غلته توپ ټولونه کېدل، له شهزاده ویکټ ساتنه کې په څو کرته تېروتنې او غلته ویکټ ساتنه، کیچ غورځول دا زما د لومړۍ خبرې ثبوت دی، چې لوبډله تر تاثیر لاندې وه ځکه دې وروستیو کې د افغان لوبډلې ډګرساتنه خورا پیاوړې شوې وه او د ډېرو غټو لوبډلو لکه: بنګلدیش، سریلانکا او خپله پاکستان څخه هم پورته تللې وه، دا همدې اسیا کپ کې مالومه شوه.
څلورم: څه وخت چې د امام او بابر ویکټې ولاړې لوبه ۵۰-۵۰ سلنه شوه خو د شعیب ملک سوځېدل د افغان لوبډلې لپاره د بریا زېری و، که وروستۍ ویکټې هم د شعیب سره ملګرتیا کولی نو لوبه شعیب په هر حالته کې له افغان لوبډلې وړلای شوه او دا کار یې وکړی.

د شهزاد د نورو تېروتنو سره یوه تر ټولو لویه تېروتنه دا وه، چې د شعیب ملک کیچ یې خطا کړی، راشدخان په هر ډول حالت کې بیا هم خپله دنده سرته ورسول، که شعیب هغه وخت تللی وای، چې شهزاد یې کیچ خطا کړی لوبه په بشپړه توګه افغان لوبډلې ګټلې وه او حتی که د راشدخان وروستي او یا د افتاب لومړۍ او دوهم توپ باندې د وروستي اور هم تللې وای نو د ګټې چانس مو پوره درلودی، همدا تاثیر په توپ وهنه کې هم پر دریو کسانو، شهزاد، نبي او نجیب باندې غوړېدلی و.

موږ هیڅ وخت تر ۱۵ وایډونه نه وه کړي خو پرون له شلو زیاتې اضافي منډې لوبغاړو ورکړې او دا د تاثیر یو بل ثبوت دی.

بله خبره داچې کله افتاب وروستي اور ته راغلی نو ډګر ساتنه اف سایډ کې سمباله شوه، نوموړي ته په کار وه تر څو هم هغه لین ونیسي خو بیرته هم هغه د تاثیر خبر زما دماغ ته راځي، چې د افتاب وروستی اور دده په واک کې نه و، شعیب ته یې د لوبڅار له چپ اړخه توپ اچوونه کول او کله چې له دې بغله بال کیږي بیا نو د منځ پر ویکټ توپ اچوونه هم د توپ وهونکي لپاره ډېره اسانیږي او داسې یې لوبوي لکه د لیګ سایډ توپ.

مرال او پرځان باور هغه څه دې، چې انسان په پوره ناکامۍ کې د بریا حد ته رسوي او مرال او باور پر ځان نه لرل هغه څه دې چې د سړي له لاسونو سل سلنه لاسته راغلی بری هم وړي.

پنځم: د هند پر وړاندې پکار ده، چې لوبغاړي په پوره جوش او خروښ سره میدان ته کښته شي، هیڅ فشار او تاثیر پر ځان ونه مني، که وګورئ د هند خلاف زموږ تاریخي او لومړنۍ ټیسټ سیالۍ کې هم همدا ستونزه وه او په لومړي برید سره شکرداون افغان لوبډله تر تاثیر لاندې راوسته او دا چاره پرون امام الحق هم وکړه، کله چې د فخرزمان ویکټ ولاړه سمدستي یې برید پیل کړی ځکه پوهېده که فشار پر افغان لوبډلې وانه چوي نو حال به یې د سریلانکا او بنګلدیش په څېر شي.

د افغان لوبډلې لوبه په کل کې ستایل شوې او دوی ښه مبارزه وکړه، مخکې ورته بریالیتوبونه او ښې هیلې، هیله ده د مرال لویه ستونزه یې راتلونکي کې د لویو لوبډلو پر وړاندې په پوره ډول له منځه یو وړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د