تکړه شاعر: جانان خدرخېل

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

څۀ سپېڅلی دې مقام دی لېونیه
ستا جنون ته مې سلام دی لېونیه

مجنونان په ځنځیرونو دي تړلي
دې قانون ته خو دې پام دی لېونیه

ولچکونه، زولنې دې مبارک شه
بس د مینې دا انجام دی لېونیه

ستا په څېر چې په لمبو ګډېدای نشم
زما عشَق یو څۀ خام دی لېونیه

ته غلام یې او بدنام یې، دوی آزاد دي
دوه هواوې دي ، یو بام دی لېونیه

لمونځ قضا شو او دیدن دې قضا نکړ
نور خو بس کړه تور ماښام دی لېونیه

د غیرت او د مېړانې هم یو حد وي
او دا حـــــــــــد په تا تمام دی لېونیه

د بې ننګو مېنه ارګ ده “خدرخېله”
د مئینو ځای باګـــــــــــرام دی لېونیه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د