دپاکستان حالات له ټونس څخه هم خراب دی، عمران خان

imran_khan دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وایی چه طالبان ویره اچونکی نه

بلکه مذهبی، بنسټ پالان دی اودطالبانو په خلاف جنګ کول غلطه فیصله وه

اودطالبانو پر ضد اعلان شوی  جنګ نه ددی څخه بغیر چه سیمه کی دبنسټ پالی لمن پراخه شی اوالقائده ته فائده ورسیږی

نورهیڅ ونه شول.

تیره ورځ په ډیووس کی ونړیوالی اقتصادی غونډی  ته دوینا پرمهال نوموړی زیاته کړه.
چه په افغانستان کی دامریکی جنګ بغیر له دی څخه چی دامریکا اوپاکستان خلګ بربادشی نوره هیڅ فائده نه لری.
ځکه پرافغانستان باندی دامریکی حمله پر اسلام باندی دحملی تاثرورکړچه په نتیجه کی یی په عامومسلمانانو کی دامریکی
په خلاف نفرت اوقهر پیداکړ چه لدی وجه څخه بنسټ پالی  نوره هم پراخه شوه

عمران خان دوینا پرمهال دسلمان تاثیردوژنی په یادولو سره زیاته کړه، چه په پاکستان کی ددارنګه
وژنو دا اوله بیلګه نه ده
بلکه له دی څخه وړاندی هم هغه علماء چی په پاکستان کی یی
دځان وژونکو حملو پرخلاف بیانونه ورکړی وژل شویدی
عمران خان زیاته کړه چه حالات نورهم خرابیږی اود امریکی له
کړنو څخه صرف اوصرف القائدی ته فائده رسیږی.
دتحریک انصاف مشر وویل چه پاکستان کی حالات له ټونس څخه هم زیات خرابیږی اوکله هم څه پیښیدونکی دی
دخپلو ویناوو په ترڅ کی نوموړی وویل چه پاکستان کی نوی انتخابات اویو رښتنی جمهوریت لازمی دی
د سوئزرلینډ  په ډیووس ښارکی وعالمی اقتصادی غونډی ته دوینا پرمهال عمران خان زیاته کړه.
چه په غرب کی به اوس دخلګو غصه اوغضب راپورته کیږی چه دویره غورزونی پرخلاف جنګ باید نوربس کړل شی.
ځکه نورامریکایان نشی کولای په بی پیلوټه الوتکو اویا درندودرندو بمونو دا جنګ وګټی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.