پاکستان کرېکټ بورډ افغان غوره لیګ کې لوبغاړو ته د لوبېدو اجازه ورنه کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې دوی هغه لوبغاړو ته کومو چې تر دې دمه له لوبډلې څخه استعفا نه ده ورکړې په افغان پریمیئر لیګ کې د لوبېدو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان هېواد رسنیو پر اساس ویل کیږي چې کرېکټ بورډ به یوازې هغه لوبغاړو ته په افغان پریمیئر لیګ کې د لوبېدو اجازه ورکړي کومو چې له کرېکټ څخه پخوا استعفا ورکړې، دوی ددغې پریکړې لامل نه دی په ډاګه کړی.

د افغان پریمیئر لیګ ټولې پنځه لوبډلې لري چې دلوبغاړو بولۍ یې څه موده وړاندې ترسره شوې، په دغو بولۍ کې د ۷ پاکستاني لوبغاړو په ګډون یو شمېر نور خارجي لوبغاړي واخیستل شول، خو اوس د پاکستان کرېکټ پریکړه کړې چې خپل لوبغاړي به دغه لیګ کې د لوبېدو لپاره پرینږدي.

د پاکستان کرېکټ بورډ له دغې پریکړې سره سم به د پاکستان لوبغاړي (وهاب ریاض، سهیل تنویر، محمد عرفان، فهیم اشرف، محمد حفیظ، کامران اکمل او افتخار احمد) چې د بېلا بېلو لوبډلو لخوا اخیستل شوي په افغان غوره لیګ کې ګډون نه کوي.

تر دې دمه د پاکستان لوبډلې څخه په اخیستل شویو لوبغاړو کې یوازې شاهد افریدي چې د پکتیا لوبډلې له ځان سره د آیکن لوبغاړي په حیث نېولی و په یاد لیګ کې د لوبېدو حق ولري، شاهد افریدي هم په یاد لیګ کې د لوبېدو لپاره خوښي ښودلې او زیاته کړې چې حتما به ګډون کوي.

شاهد افریدي د پکتیا لوبډلې لخوا د آیکن لوبغاړي په حیث، وهاب ریاض د کندهار لوبډلې په ډائمنډ کټیګورۍ کې، لوړ قده محمد عرفان او کامران اکمل د بلخ لوبډلې لخوا، افتخار احمد د کندهار، محمد حفیظ ننګرهار او فهیم اشرف د پکتیا لوبډلې لخوا په سیلور کټیګورۍ کې اخیستل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د افغان پریمیئر لیګ سیالۍ به دولس ورځې وروسته د اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه پېل کیږي چې په کې به ۲۳ سیالۍ د پنځه لوبډلو ترمنځ ترسره شي، دغه سیالۍ به د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کیږي او پایلوبه به په ۲۱م اکتوبر ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د