د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ ننۍ لوبه اسیا جام کې د ژوندي پاتې کېدو په معنا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م اسیایي جام سیاليو په دویم (سوپرر ۴) پړاو کې نن مازیګر (۴ بجې) د افغانستان او بنګلدیش، لوبډلې په مهمه سیالۍ کې مخامخ کیږي، له بل اړخه پاکستان د خپل سرسخته سیال هند پر وړاندې سیالۍ لري.

دغه سیالۍ به د دواړو لوبډلو لپاره په یاد جام کې د ژوندي پاتې کېدلو او یا هم له سیالیو څخه د بهر کېدلو په معنا وي، ځکه بنګلدیش لوبډلې هند ته په ستر توپیر او افغانستان لوبډلې پاکستان ته په سخته لوبه کې ماتې وخوړه.

افغانستان لوبډله که چیرې بنګلدیش لوبډلې ته په ننۍ سیالۍ کې په ستر توپیر ماتې ورکړي او له هندوستان څخه په راتلونکې سیالۍ کې ماتې هم وخوري په یاد جام کې د ژوندي پاتې کېدلو چانس لري، خو د هغې لپاره د بلې لوبډلې ماتې ته اړتیا ده.

دغه سیالۍ لکه څومره چې افغانستان ته مهمه ده همدومره بنګلدیش ته هم ده، دواړه لوبډلې به د یو بل ماتولو پوره کوښښ کوي تر څو په یاد جام کې ژوندي پاتې شي.

افغانستان او بنګلدیش لوبډلې د اسیا جام په ګروپي سیالۍ کې یو وار مخامخ شوي چې افغانستان بنګلدیش لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړې وه، په دغه سیالۍ کې راشد خان ۵۷ منډې او ۳ ویکټې ترلاسه کړې وې.

وړمه ورځ د اسیا جام دويم پړاو (سوپر فور) سیالۍ ترسره شوې چې په کې هند او پاکستان خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه، نن به بنګلدیش د افغانستان او پاکستان به هند سره خپل بختونه ازمایي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرېکټ لوبډلې له تېر هر وخت څخه په روان اسیا جام سیالیو کې ښه ځلېدلې ده، بنګلدیش او سرېلنکا لوبډلو ته یې په ستر توپير ماتې ورکړې، خو له پاکستان څخه یې په سخت او ستونزمن حالت کې ماتې وخوړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د