که امریکایان د سولې خبرو ته ژمن وي …

نن ټکی اسیا- سرليکنه

له نیږدي یوې اونۍ راهیسې امریکايي ځواکونو په پرلپسي ډول د هیواد په بیلابیلو برخو کې په لسګونو ولسي خلګ وژلي او ژوبل کړي دي .

د تېرې سه شنبې په شپه یې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د شپني برید په ترڅ کې ۱۶تنه بیوزله ولسي خلک مړه ، ۴ تنه ژوبل او د هغوي ګڼ کورونه په بمونو والوزول.

د تیرې پنجشنبې په ورځ یې د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې ۱۳ او د ننګرهار د شیرزادو ولسوالې کې ۱۰ تنه کلیوال ووژل.

د جمعې په ورځ یې د دوهم ځل لپاره د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ د سرخاب په سيمه کې د چاپې په مهال ۱۶ تنه مړه او یوشمیر نور ټپیان کړل چې د وژل شویو په جمله کې سپین ږیري، ماشومان او د تاج محمد په نوم د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي یو محصل هم شامل دی.

د امریکايي ځواکونو دغه وژنې او وژونکي بریدونه په داسې حال کې تر سره کیږي چې امریکايي مطبوعات له یوه سره له طالبانو سره د روغې جوړې خبرونه خپروي او افغاني الاصله خلیلزاد یې د دغو خبرو د پرمخ وړلو لپاره د سولې استازی ټاکلی دی.

اوس پوښتنه دا ده که واقعا امریکایان په افغانستان کې سولې ته ژمن وي نو بیا د سولې د خبرو په مهال ولي جګړې ته زور ورکوي؟

ایا هغوی په تیرو ۱۷کلونو کې له جګړه ییز حماقت څخه څه تر لاسه کړل چې اوس د مذاکراتو په حال کې هم پر هغه اصرار کوي؟.

که هغوی په دې نظر وي چې د همدې جګړه ییزې ستراتیژي په مټ به مقابل لوری (طالبان) په زور د خپلو خبرو منلو ته اماده کړي دا د هغې اشتباه تکرار دی چې دوي یې له تیرو ۱۷ کلونو راهسیې له ښکاره ماتې سره مخ کړي.

امریکایان که واقعا د افغانستان د جګړې ختمولو ته ریښتونې وي نو د افغاني قضیې د واقعیتونو په منلو سره دې د دې جګړې په لارو چارو غور وکړي ، نه د بیوزله ولسي افغانانو په ټول وژنې او ځورونې سره .

دا چې دوی د افغاني جګړې د ماهیت پیژندلو لپاره افغاني الاصله خلیلزاد د سوله ییزې پروسې د استازي په حیث ټاکلی دی ، دا یې پرځای اقدام دی ، خو د خلیلزاد ماموریت به هله موثر وي چې سپینه ماڼۍ په افغانستان کې د جګړې په ستراتیژي کې بدلون را ولي او هغه تیروتنې نورې پریږدي چې افغانستان یې له امنیتي ، اداري او اقتصادي ناورین سره مخ کړی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

وروڼو زه فاسده امریکا ښه پيژنمه ، دا هسې دسولې اپړې دوپړې دي ! امریکا ځان لویه بلا جوړه کړې تر څو چې زور نه وي امریکا نه وځي ! دامریکا دوتلو لپاره ملي قیام په کار دی !!

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

پتنګ صاحب،ته په خپله په غرب کی مهاجر او خپل کاربارکوی.او موږخوارو غریبانو چه د یوی ګولی ډوډی په ارمان یو،د ملی قیام قومانده راکوی.متل وایی چه ځای هغه سوځی چه اور په بل وی،که کار بار نه وی نو سوسیال درته شته،

جميل
میلمه
جميل

زه نه پوهيژم هر سوك چي ددين أو ازادى خبري وكي وتاته غربي معلوميژي، د غرب اوسيدونكي خو بايد د كفردغلامي أو سيكولريزم خبري وكي نه ددين أو ازادى. په دي پوه شه چي غربيان چي په رءاس كي يي أمريكا ده مونژ ته ددين ، ملي قيام أو ازادى درس نه راكوي، بلكي غلامى او بي ديني ته مو تشويقوي. مسلمان أو افغان په هر زاي كي چي وي أو حق وايي هغه د مسلمان أو افغان د سترگو تور دى، توله مزكه د الله(ج) . تف أو لعنت پر هغه چي په افغانستان، مكه معظمه أو يا مدينه… نور لوستل »

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

جمیل صاحب،اسلام په تاریخ کی اسلام له غرب څخه مسلمانانو ته نه دی راغلی.او نه به راشی،او د غرب څخه دا تمه نشته چه اسلام به راوالی،همدا غرب دی چه مسلمانان یی په بی اتفاقی او په جنګ سره اچولی دی.غرب د اسلام دښمن دی،او تل به یی دښمن وی.زه بلکه ټول عام ولس هغه چا ته د شک په سترګه ګوری،چه له یو اسلامی ملک څخه کفری ملک ته یی پناه وروړی او له هغه کفری ملک څخه،د قیام.شورش،انقلاب قومانده راکوی،خپل ماشومان یی له اسلامی مدرسه او مکتب څخه یو عیسوی مکتب ته داخل کړی،بیا یی نرسان کړی ،او… نور لوستل »