ننګرهار کې په لومړي ځل د بانګس نيالګي کېښودل کيږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار د کرنۍ او مالدارۍ رياست چارواکي وایي چې په ننګرهار کې به د لومړی ځل له پاره ۱۰ زره د بانګس نيالګي کينوي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزی رسنيو ته ويلي دي چې د يو ميليون افغانيو په ارزښت دغه پروژه د کرنې وزرات د طبيعي زيرمو د لوي رياست له لورې ورکړل شوې ده، چې له مخې به يې په ننګرهار کې ۱۰ زره د بانګس نيالګي کېښودل شي.

رحيمزي ويلي دي چې د دوی د څېړنو او معلوماتو له مخې په ننګرهار کې بانګس ښه وده کوي او دغه سيمه ددغو نيالګيو له پاره مناسبه ده.

د بانګس نيالګی چې تر دې وړاندې په افغانستان کې نه و خو ددغه نيالګي ۸۰ سلنه يې په اسيايي هيوادونو او پاتې نور يې په نوره نړۍ کې موندل کيږي.

د بانګس له لرګي څخه د ډېرو توکو په جوړښت کې استفاده کيږي چې د هغې له جملې څخه د کور جوړول، ټوکر جوړول، کاغذ جوړو او د فرنيچرو ګڼ شمير توکي ترې جوړیدلی شی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د