سرفراز احمد: افغانستان د نړۍ تر ټولو خطرناک سوکه توپ اچونکي لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر سرفراز احمد وایي چې د افغانستان لوبډله د نړۍ په کچه تر ټولو خطرناک سوکه توپ اچونکي لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وړمه ورځ له سختې سیالۍ وروسته چې پاکستان بریا خپله کړه د پاکستان لوبډلې مشر وویل چې د افغانستان سوکه توپ اچونکو مونږ سر ځړوونکي کښینولي وو او نیږدې وه بریا یې هم خپله کړې وه.

په دغه سیالۍ کې افغانستان لوبډلې پاکستان لوبډلې ته د ۲۵۸ منډو هدف ټاکلی و، ددغه هدف په پوره کولو کې پاکستان لوبډلې بشپړه خواري وکړه او په پای کې یې د شعیب ملک په مرسته د ۳ ویکټو په توپير بریا خپله کړه.

د افغانستان لوبډلې په زړه پورې کارکردګۍ ته په کتلو د پاکستان لوبډلمشر له سخت بوږنونکي حالت سره مخ و، او پر مخ یې د سخت خپګان نښې څرګندېدلې، د بریا ترلاسه کولو وروسته یې د خبرو پر مهال د افغان توپ اچونکو ستاینه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې افغان لوبډلې لومړی د پام وړ توپوهنه وکړه او غوره هدف یې وټاکه، بیا یې په زړه پورې توپ اچونې سره زمونږ غوره توپوهونکي له ستونزو سره مخ کړي وو. یوازې سرفراز نه بلکې د پاکستان ټولو هېوادوالو ددغۍ سیالۍ تر وروستي اور پورې ساه په ستونې ولاړه وه.

د پاکستان لوبغاړو ته چې وکتل شي توپوهونکو یې د افغان لوبډلې پر چټک توپ اچونکو د زیاتو منډو جوړولو هڅې کولې، او سوکه توپ اچونکو پر وړاندې یې دفاعي تاکنیک خپل کړی و، همدا لامل شو په وروستي اور کې یې بریا خپله کړه.

وړمه ورځ د بنګلدیش او افغانستان ترمنځ له سیالۍ وروسته تکړه مبصر رمیز راجه هم ویلي وو چې په کرېکټ کې يې له ډيرې مودې وروسته د افغانستان سوکه توپ ا چونې ته په لیدو له دې ځانګړی خوند واخیست، نوموړي زیاته کړه چې افغان لوبډله کولای شي د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

یاده دې وي چې د اسیا جام سیاليو په سوپر فور پړاو کې نن (۴ بجې) دوه نورې سیالۍ ترسره کیږي، چې افغانستان به د بنګلدیش پر وړاندې په مهمه سیالۍ او پاکستان به د هند پر وړاندې په ستر ټکر کې مخامخ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د