مریم کوفي: که يې د حذفېدو شکایت ونه څېړل شي؛ پارلمان کې ځان ته اور اچوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د تخار استازې مریم کوفي وايي که د ټاکنو کمیسیون له لوري د دې ‏اړوند شکایتونه ونه څېړل شي، ځان ته به اور واچوي‎.

مریم کوفي چې له تخار څخه د حاضرې ولسي جرګې غړې ده، راتلونکو ټاکنو ته هم نومانده وه، چې د ټاکنو کمیسیون له لیسته ‏وباسله. ‎

پر هغې تور دی چې نامسؤل وسله‌وال لري، ځکه خو راتلونکو ټاکنو کې د نوماندېدو حق نه لري.

هغه دا تورونه ردوي او وايي که پرې لګېدلي تورونه ونه څېړل شي، د ولسي جرګې په علنۍ غونډه کې به ځان ته اور ورکړي.‎

مېرمن کوفي دا هم وویل، چې جرم فردي عمل دی؛ که يې د کورنۍ بل غړي کوم جرم کړی وي، په دې پورې اړه نه لري. ‎

پر افغانستان د امریکا د یرغل یوه پلمه دا بلل کېدله، چې ګواکې دلته د وخت حکومت د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي و. ‎

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

فوزيه كوفي كه مريم كوفي؟

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

کاشکی د وولسی جرګې ټول ګوزک غړی تا غوندی مېړانه وکی او ځانونو ته اور واچوی، تا او تا غوندی وکیلانو هر څه ته اورونه اچولی دی اِلّا ځانونو ته.