بلخ کې د ټاکنو دفتر دروازه خلاصه شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): د بلخ ځايي چارواکي وايي د خبرو اترو له لارې پر دې توانېدلي چې د ټاکنو کمیسیون دفتر بېرته پرانیستل شي. ‎

شاوخوا لس ورځې وړاندې د لوی ملي ائتلاف په نوم د سیاسي ګوندونو ټلوالې په بلخ، کندهار، هرات او وروسته ننګرهار کې د ‏ټاکنو دفترونه وتړل.‎

د بلخ د والي مرستیال محمد بشیر توحيدي وايي له اعتراض کوونکو سره جوړې ته رسېدلی دی.

هغه امریکاغږ ته ویلي، خېمې يې ور ټولې کړې، حکومت او سیاسي ګوندونه جوړې ته رسېدلي او بایومټریک يې ورسره منلی دی. ‎

تر اوسه د ټاکنو کمیسیون په دې اړه څه نه دي ويلي. ‎

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو کمیسیون د سیاسي ګوندونو د یو وړاندیز د تطبیق خبر ورکړی دی، دوی ويلي چې ټاکنې به ‏د بایومټریک پر اساس وشي. ‎

د سیاسي ګوندونو ټلوالې يې د اقدام هرکلی کړی، خو پرون يې وویل چې بیا به هم د دوی اعتراضونه روان وي، ځکه ګڼې ‏غوښتنې يې لا هم نه دي پوره شوې‎. ‎

د لوی ملي ائتلاف له لوري د ټاکنو پر وړاندې خنډ جوړونې، ملګري ملتونه هم تبصرې ته اړ کړل او اندېښنه يې ښکاره کړه، ‏چې ښايي ټاکنې وځنډوي‎.‎

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د