
د پارلمان ځينې غړي خپلې شتمنۍ نه ثبتوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د شتمنۍ د ثبت او څېړنې اداره وايي د ملي شورا ځینې غړي د خپلو شتمنیو ثبتونې ته حاضر نه دي.
دا اداره او د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې کمېټه وايي، چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ځينې غړي نه یوازې خپله شتمني نه ثبتوي، بلکې د دوی پر وړاندې ولاړ دي.
سرچیینې مشخصاً د چا نوم نه دی اخیستی، خو ويلي يې دي، له دوی سره د مرستې پر ځای ورته خنډونه جوړوي.
د شتمنیو د ثبت ادارې د ۱۳۹۴ لېندۍ راهیسې ثبتونې پیل کړې، چې په وینا يې اوس د ټولو لوړپوړو چارواکو د شتمنیو ثبتېدل پای ته رسېدلي.
د ادارې مسؤلینو په خبري غونډه کې دعوه وکړه، چې اوس عام خلک هم د دوی پر ویبپاڼه کتلی شي، چې د چا شتمني څومره ده.
دوی وویل چې پلازمېنه کې يې کار پای ته په رسېدو دی، اوس له هېواده د باندې او ولایتونو کې د شتمنیو د ثبت لړۍ پیلوي.
په ورته وخت کې د چارو شنونکي اندېښنه ښيي چې د دې ادارې د شتمنيو ارقام دقیق نه دي او هیڅ چارواکي هم ورته د خپلو شتمنیو شفاف حساب نه دی ورکړی.