غزني ته غځېدلې برېښنا میدان وردګو کې پرې شوې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): غزني ته غځېدلې برېښنا میدا وردګو کې د جګړې له امله پرې شوې ده.

د غزني چارواکي وايي، تېره ورځ ماسپښين مهال د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ سالار سیمه کې د جګړې له امله د برېښنا درې مزي پرې شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، دغه برېښنا چې له ازبکستان څخه را وارده شوې، په پرې کېدو يې د ښار ګن اوسېدونکو له ستونزو سره مخ شوي دي.

د برېښنا پرې شوي مزي، چې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږدولو ظرفیت لري، د مرکز کابل له ارغندۍ سب سټېشن څخه سید اباد او غزني ته غځول شوي دي.

د غزني د برېښنا شرکت مشر جان محمد وايي، چې له کابل او غزني څخه د پرې شویو مزیو بېرته تړلو لپاره دوه ډلې تللې دي، خو په وینا يې معلومه نه ده چې مزي به بېرته ونښلول شي کنه.

د غزني د ولایتي شورا غړی امان الله کامراني وايي له دې برېښنا ډېری ولسي خلک ګټه اخلي او په وینا يې حکومت ترې پنځه سلنه ګټه هم نه اخلي، باید ورته پام وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د