ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا پر ملګرو ملتونو توندې نيوکې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې  ملګري ملتونه د نړۍ په اړه ډېر څه کولی شي، خو خپل مسووليت نه ادا کوي.

د ټرمپ په وينا دی ډېر حیران دی، چې ملګري ملتونه د نړۍ د مسائلو په حل کولو کې پاتې راغلي او زياته کړې يې ده، چې راتلونکې اونۍ به د ملګرو ملتونو ۷۳مې کلنۍ غونډې ته وينا هم وکړي.

د يادونې  وړ ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو پر کړنلاره او ماليې نيوکې کړي دي او د دغې ادارې ماليه يې تر اندازې زياته بللې ده.

امریکا د ملګرو ملتونو ۲۲ سلنه ماليه يعنې په کال کې پنځه ميليارده او څلور سوه ميليونه ډالره ورکوي، خو تېر کال یې د دغې ماليې د کمولو پرېکړه کړې وه.

د امريکا پخوانيو حکومتونو له پيله ملګري ملتونه د خپلو ګټو او موخو لپاره کارول، خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ له پيله له ملګرو ملتونو سره ښکاره دښمني پيل کړې او تر ټولو مهمه يې د فلسطين په اړه د ملګرو ملتونو قراداد غورځول و.

تېر کال دسمبر مياشت کې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ، چې القدس شريف د اسرائيلو پلازمېنه پېژني او ورسره يې القدس شريف ته د امريکايي سفارت د لېږدولو اعلان هم وکړ.

د ټرمپ دغه اعلان له اسرائيلو پرته د نړۍ هېوادونو د رايو په قاطع اکثريت رد کړی دی.

د اسلامي نړۍ سربېره ملګرو ملتونو کې له اسرائيلو او پنځو هېوادونو پرته د ټولې نړۍ استازو د امریکا پر خلاف د فلسطينيانو په ملاتړ رايې ورکړي، خو ټرمپ د ملګرو ملتونو دغې پرېکړې هېڅ درناوی ونه کړ او نه يې هم د اسرائيلو په ملاتړ له خپلې پرېکړې لاس واخيست.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د ملګرو ملتو موسسه د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته د امریکا په ابتکار او انتخاب جوړه شوه ، امریکا په نړیوال دوه جنګو کی مالی او سیاسی ډیری لاسته راوړنی ترلاسه کړی نظم نوین جهانی د نړیوال حکومت د تاسیسولو د پاره دملګرو ملتو موسسه د یو سمبول او داسی ډول جوړه کړه چه کمیت یی د باداری او کیفیت یی د غلامی وی د ملګرو ملتو په څنګ کی د امنیت شوری پنځه غړو کونسل جوړ کړی به هغوی کی چین روسیه، فرانسه ، امریکا او برطانیا مستقیم او جرمنی په کی غیر مستقیم غړی دی یعنی اکثریت… نور لوستل »