د اشرف غني سفر لغوه او عبدالله امریکا ته روان شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت له مشرانو له منځه، د محمد اشرف غني سفر لغوه شوی او د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ ناستې عبدالله عبدالله روان شوی دی.

ازادي راډیو د نوم نه ښودو په شرط د یوې حکومتي سرچینې په حواله وايي، ټاکل شوې وه محمد اشرف غني سږ کال هم په دې ناسته کې برخه واخلي، خو له کوم دلیل پرته يې سفر لغوه شوی دی.

اجراییه ریاست وايي، عبدالله عبدالله له ځان سره د ټرمپ د لیدلو هیله هم وړې ده، په داسې حال کې چې تر اوسه پورې محمد اشرف غني هم نه دی توانېدلی چې ټرمپ ته مخامخ کېني.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، په دې ناسته کې به د سیاسي او امنیتي مسائلو تر څنګ، پر راتلونکو ټاکنو او نړیوالې «همکارۍ» هم خبرې وشي.

یاده دې وی د ملګرو ملتونو د عمومۍ اسمبلۍ ناسته هرکال د دې سازمان په دفتر کې کېږي، چې تېر کال پکې د افغانستان په استازیتوب اشرف غني ګډون کړی و.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ستاسی په په یاد وی چه پروسږ کال هم دملکرو ملتو په دفتر کی غنی د ترمپ سره د لمړی ځل د پاره یو په یو داسی ولیدل شو، چه ټرمپ غنی او غنی زمکی ته لیدل، ترمپ د لاس ورکولو وخت غنی د چوکی په سر داسی تاویدلو او راتاویدلو لکه لاندی خوږیدلو او ترمپ ته یی هم مخامخ نه شو کتلی جیرانونکی وه، هماغه وخت می زړه کی تیره شوه چه غنی به بیا د ترمپ سره مخامخ او یواځی ونه ګوری . هغه خوب او خیال می اوس رښتونی شو. که دا خبره نه وی غنی به… نور لوستل »