طالبانو د کرنې په برخه کې هم ځانګړی کمیسیون جوړ کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): طالبانو تازه د کرنې، مالدارۍ، عشر او زکات په برخه کې ځانګړی کمیسیون جوړ کړی دی.

د طالبانو د رسمي ویبپاڼې پر حواله، دا کمیسیون به د طالبانو تر لاس لاندې ساحو کې پر یادو برخو کې خدمات ترسره کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «اسلامي امارت سره له دې، چې په حکومتي سويه په جګړه ييزو ستونزو کې ښکېل دی، خو د “خير الناس من ينفع الناس” اسلامي لارښونې پر بنسټ د هېوادوالو سوکالي، خوشحالي او پرمختګ هم نه شي هېرولی.»

د سرچینې په وینا د دې کمیسیون په وسیله به د کرنې په برخه کې د مؤسساتو خدمات هم د طالبانو تر لاس لاندې ساحه کې ترسره کېږي.

«په هيواد کې خدماتي موسسات او ادارې دې په زراعتي برخه کې خپل خدمات د اسلامی امارت تر واک لاندې سيمو کې له ياد کمېسيون سره په همکارۍ اولس ته وړاندې کړي.»

په اعلامیه کې له دې کمیسیون سره د ټلیفوني او واټساپ اړیکو لپاره «۰۰۹۳۷۰۶۴۸۳۴۰۵» شمېره او «[email protected]» ایمیل ادرس هم اعلان شوی دی.

یاده دې وي طالبانو د نظامي کمیسیون تر څنګ، فرهنګي، دعوتي، د ملکي تلفاتو مخنیوي او ګڼو نورو برخو کې فعاله کمیسیونونه لري، چې د طالبانو تر لاس لاندې ساحو کې يې د پام وړ اغېز کړی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
No Drug No War
میلمه
No Drug No War

وروره،دا کمیسیونونه ،کمیټی ،شوراګانی،هیڅ په ګټه نه خوری،تر څو چه مکمل جنګ ونه درېږی،دجنګ له اودریدو څخه روسته باید ابادی شروع شی،ښه مثال یی غزنی دی،چه ښه جوړ شو.خو سږکال جګړی بیرته وران کړ،ملت،عام ولس دا بی ګټی کمیسیونونه نه غواړی،که چیری خیرالناس کارونه کوی نو جګړی مخنیوی موږ دپاره هر څه دی،لومړی سوله بیا خیرالناس چاری،

افغان مجاهد
میلمه
افغان مجاهد

د کابل د غلامانو هڅی تل همدا وی چه د طالبانو ( اشرف المخلوقاتو) حیاتی کړنی او قربانیو ته په ښکته نظر وګوری تر څو د کابل د غلامی اداری فساد، ناوړتیا او غلامی د پوشتنی لاندی رانه شی او هیواد او غلامه اداره مشروع او خپلواکه معرفی کړی. د طالبانو له ټولو کمیسونو سربیره همدا چه د امریکا په مشری د ۴۸ ګیدړانو په شمول له هیواده ویستلو ته اړ پاسلی او اړباسی تر څو مظلوم اولس یی له وژننو ، بی عفتیو او وژغوری او خبلواکی تر لاسه کړی . ستاسی له نوم چه جنګ د نشه توکو… نور لوستل »