دفاع وزیر: تېره مياشت ۵۱۳ عسکر وژل شوي او ۷۱۸ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د دفاع وزير طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس برمک او د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزی د هېواد د روانو نا امنيو په اړه مشرانو جرګې وغوښتي وو>

د دفاع او کورنيو چارو وزيران د مشرانو جرګې غونډې ته ورغلي وو، خو د ملي امنيت رييس خپل مرستيال عبدالصبور قانع ورلېږلی و.

د دفاع وزير مشرانو جرګې ته وويل، چې يوازې په تېره يوه مياشت کې ۵۱۳ عسکر وژل شوي، ۷۱۸ نور ټپيان او ۴۳ نور له طالبانو سره بنديان دي، چې د ټولو تلفاتو شمېر ۱۲۷۴ ته رسيږي.

د دفاع وزير په وينا دغه مرګ ژوبله په تېرو وروستيو مياشتو کې تر ټولو زياته وه.

طارق شاه بهرامي دا ادعا هم کړې، چې د مخالفينو مرګ ژوبله تر دې درې چنده زياته ده، خو دا يې ونه ويل، چې په شپنيزو عملياتو او بمباريو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې کچه څومره ده.

د کورنيو چارو وزير ويس برمک هم د دفاع وزير شمېرې تاييد کړې او زياته يې کړه، چې هره ورځ د ملي اردو او پوليسو شاوخوا دېرش کسان وژل کيږي، خو ازادې سرچينې وايي، چې د دولتي عسکرو او پوليسو ورځنۍ مرګ ژوبله تر دوو سوو ډېره ده.

د يادونې وړ ده، چې د ګډو عسکرو په چاپو او شپنیزو عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې، خو حکومت په د غو بريدونو او چاپو کې وژل شوي خلک هم طالبان بولي.

د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو له امریکا سره امنيتي تړون او د سويلي اسيا په اړه يې د امریکا تګلاره هم ګټوره بللې، خو په عين حال کې يې شکايت کړی، چې دغې تګلارې د پاکستان په دريځ کې تر اوسه کوم بدلون نه دی راوستی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

امریکایان ، روسان او انګریزان هم د ع او غ په شات کله ګله دوه سری پالیسی او اهداف لری هر اړخ هڅی لری چه د امنیت وزیر به کمونست یعنی د روسانو د ګټو د پاره کار کوی د دفاع وزیر د انګریزانو د ګټو د پاره کوی لندن کی یی د غلامی یو څو کورسونه ویلی مګر له کورسو وروسته یی ورته د د دریم بریدمن په ځآن د ټولی مشر یا کڼدک مشر تصدیق ورکړو ، افغانستان ته یی د رالیږولو سره سمدلاسه ډګروال او دننه په یوه کال کی جنرالی او بلاخره ډګر جنرالی ته ورسید… نور لوستل »