کندهار ښار کې درې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): کندهار ښار کې درې پرله پسې چاودنې شوي دي.

ځايي خبريالان وايي، چې نن ماخستن د کندهار ښار په دوهمه حوزه کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله چاودنه وشوه؛ پوليس د پېښې د پلټنې لپاره سيمې ته ورسېدل، چې ورپسې دوهمه او درېيمه چاودنه هم وشوه.

د پېښې په اړه نور جزئيات تر اوسه له رسنيو سره نه دي شريک شوي او نه هم د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه ويل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د