د مستفیض الرحمن په مرسته بنګلدیش افغانستان ته د درې منډو په توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام په سیالیو کې د افغانستان لوبډلې یوه بله زړه وړونکې سیالۍ ترسره کړه خو بدبختانه د تېر په څېر یې یو وار بیا په وروستي اور کې د درې منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د بنګلدیش پر وړاندې دغه سیالۍ وروستي اور ته ورغځېده، چې افغانستان لوبډلې ته په وروستي اور کې د ۸ منډو اړتیا وه، راشد خان او سمیع شینواري توپوهنه کوله.

راشد په لومړي توپ ۲ منډې واخیستې خو په دویم توپ وسوځېد، سمیع الله شینواری په داسې حال کې توپوهنې ته ولاړ و چې په ۴ توپونو ۶ منډو ته اړتیا وه، یوه منډه یې جوړه کړه، ګلبدین نائب ۴م توپ میس او ۵م یې پر بدن ولګېد خو منډه یې جوړه کړه چې سمیع ته په وروستي توپ د ۴ منډو اړتیا پاتې شوه او هغه توپ میس کړ.

بنګلدیش لوبډلې د درې منډو په توپیر بریا خپله کړه، افغانستان یې له یادو سیالیو بهر کړ او خپله به له پاکستان سره لوبه ترسره کوي، چې دغه لوبه ددوی لپاره د نیمه پایلوبې په معنا ده، او ګټونکې به یې هند سره پایلوبه کې مخامخ کیږي.

دغه سیالۍ کې بنګلدیش پچه وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه، په لومړي سر کې یې لوبډله له ستونزو سره مخ شوه چې د ۸۷ منډو په جوړولو یې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو وروسته محمد الله او امرئ القیس په زړه پورې اوږدې ملګرتیا افغانستان ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه.

ددوی لخوا محمد الله ۷۴ او امرئ القیس ۷۲ منډې جوړې کړې، محمد الله د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه، د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې افتاب درې، مجیب او راشد یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغانستان د ۲۵۰ هدف په پوره کولو کې یو وار بیا د احسان جنت په ویکټې غورځېدلو ستونزو سره مخ شو، چې رحمت شاه هم ورپسې رن اوټ شو، خو د حشمت شهیدي او شهزاد ترمنځ ښه ملګرتیا وشوه، په پای کې محمد نبي او سمیع شینواري هم ښه ولوبېدل خو په بریا ترلاسه کولو ونه توانېدل.

افغانستان ته په وروستي دوه اورونو کې د ۱۹ منډو او په وروستي اور کې د ۸ منډو اړتیا وه چې په پوره کولو یې ونه توانېدل، ددوی لخوا شهزاد ۵۳، شهیدي ۷۲، لوبډلمشر ۳۹، ۳۸ نبي او ۲۳ شینواري جوړې کړې، حشمت په اسیا جام کې پرلپسې درېیمه نیمه سلیزه ووهله .

د یادونې وړ ده چې مستفیض الرحمن د بنګلدیش لوبډلې یو له غوره توپ اچونکو څخه دی چې په وروستي اورونو کې په ځانګړي ډول ښه ځلیږي، او نن یې هم خپله وړتیا ثابته کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د