شعـــــرونه

د عشق تعبیر/ فکرمل طالب

فکرمل طالب

ګرځومه دې تصوير پـه زړګـي پـورې
سـتا مئين يمه زهیر په زړګي پـورې

تـۀیې دحسن خريداركړې زۀ يې دسترګو
فيصلې دي د تقدير په زړګي پــورې

پـه دې وجه مې صحرا ډېره خوښـيږي
راكوي د عشق تعبير په زړګي پورې

له هيبته يې نړۍ په زنګېدو ده
مجاهـده ستا تكبير په زړګي پورې

دپګړۍ شمله دې هسكه را ښكاره شوه
له كاشغر او له پامير په زړګي پورې

د ژوندون له مړوندونو مې را تاو دى
د زلفانو تور ځنځير په زړګي پورې

ستا د مينې په زندان كې زولنه يم
فكرمل دې يم اسير په زړګي پورې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x