غزل/ مالیار حماد

مالیار حماد

چې مــې ګــلـشــن ته د خزان بادونه زنګ ووهي
نو د تنــکـو تنـکــو ګــلانو شونډې رنګ ووهي

مونږ چې د ميــنـې پـه اوبــو بلــې لمبې ووژنو
دا اور لــړوني ورتــه بيــا پوکى د جنـګ ووهي

زمـــا د زړه پــه مـنــارو کـې جـرس وټنګيږي
ها د ګونګرو والۍ چې ستا غوږو ته شرنګ ووهي

څــوک د جــانان لپاره سر په ګړنګونو مات کړي
څــوک د جــانــان لــپــاره لپـې ، لپـې بنګ ووهي

د رب قــانــون دى ، په کمــزورو زورور ډبــوي
د وخت مغــرور مـغــرور ســرونه په ملنـګ ووهي

سړى دې زده کړي دا تدبير له ايوبي تاريخه
لمړى دې مات کړي غداران ، بيا دې پِرنګ ووهي

راځه راځه چې دې بې ننګو ته ټيکري په سر کړو
پرېــږده چې پېغلې ملالــۍ پګــړۍ د ننګ ووهي

چـې تـرې د ګـل د ټــوکېــدلو هيڅ اميد نه کيږي
ولـې مـالـيـار پـه داسـې خـاوره کې کولنګ ووهي

د کوترګـټ له دنګې څـوکې راغوټه شي حماد
که دې په مينه کې يو دانګ له دې نه دنګ ووهي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی(فهیم)
میلمه

چی دی داسی ښایسته شان دی زما وروره
رب دی درکاندی بیشمیره ثوابونه