ارشيف انځور

ميدان وردګ: د ګډو ځواکونو په بمبار او چاپه کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په جغتو ولسوالۍ کې دګډو ځواکونو په بمبار او چاپه کې ۱۴ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د جغتو ولسوالۍ د ملا حافظ کلي اوسيدونکي وايي چې له دوو ورځو راهيسې دغه کلي ته د چاپې او عملياتو له پاره بهرني او داخلي عسکر راغلي وو چې بيګا شپه يې په حافظ کلي چاپه واچوله او ولسي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

په دغو وژل شويو کې د يوې مور او شپږو بچيانو په ګډون ۱۱ تنه د يوې کورنۍ دي.

ددې ترڅنګ يې د حاجي عبدالحليم او معراج په نامه دوه تنه نور سپين ږيري چې غوښتل يې د وژل شويو جسدونه له خاورو راوباسي وژلي دي.

د چاپې په ترڅ کې يې د حافظ کلي د ګڼو کورونو دروازې ورماتې کړي دي او د خلکو کورونه يې تلاشي کړي دي.
تيره ورځ هم د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ په دواب کلي کې د سميع الله په نامه يو تن بزګر هغه مهال له پوستې څخه عسکرو په ډزو وواژه چې په خپلې کرونده کې په اوبو لګولو بوخت و.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ولسي خلکو د ګډو ځواکونو شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې په دې تيرو څو ورځو کې يې په ننګرهار، لغمان، سروبي، ميدان وردګ او نورو ولايتونو کې له سلو زيات ولسي وګړي وژلي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

انالله و انا اليه راجعون چيري دي دديموكراسي، دسولي او اوربند دعوى داران چي د خپلو ماماگانو و جرم ته پرتوگ ورواغوندي أو يا بيا به هم دوي وايي چي په ساحه كي طالبانو پر دوي گزار كري و نو دوي حق درلود چي هر سوك چي دوي يي وغواري په ساحه كي قتل يي كي ، لكه سو كاله مخكي چي په غزني أو زابل كي وحشي امريكايانو وني پريكولي د منطقي خلكو شكايت وكي مداري غلام(كرزي) وويل چي دونو دشانه طالبان پرامريكايانو يريدونه كُوي نو امريكايان حق لري چي وني ووهي، دا ددي ديموكراسي والاوو بي شعوره منطق… نور لوستل »