د بهرنيو چارو وزارت ۴۹ مامورين له دندو ګوښه شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۷ل): د بهرنيو چارو وزارت ۴۹ تنه کارمندان د نيمګړو تعليمي اسناد له امله له دندو لرې کړل شول.

د بهرنيو چارو وزارت او اداري اصلاحاتو د کميسيون په مرسته د بهرنيو چارو ۴۹ کارمندان د نيمګړو تعليمي اسنادو او په وساطو په دندو ګمارل شوي کسان له دندو لري کړل.

د ولسي جرګې د لوړو زده کړو کميسيون مشرې ليما احمدي ويلي دي چې دغه کارکوونکي له کره پلټنو او څېړنو وروسته له دندې لرې کړل شوي دي، هغې وويل چې بهرنيو چارو وزارت کې په مهمو چوکيو د نيمګړو زده کړو مامورين د نورو لوړ پوړو چارواکو په واسطه ګمارل شوي وو.

د ولسي جرګې نورو غړو هم د بهرنيو چارو د وزارت د مامورينو په ټاکلو نيوکې وکړې او ويې ويل چې دلته د وړتيا او استعداد نه مګر د واسطو په بنسټ د هيواد په داخل او بهر کې مامورين ټاکل کيږي.

د ګډ حکومت د جوړېدو وروسته د وزارتونو په ويش کې د بهرنيو چارو وزارت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله په برخه رسېدلی دی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په کور دننه او بهر ګڼ شمير افغان ځوانانو په بيلابېلو برخو کې تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې لوړې زده کړې وکړي، خو د افغانستان په ادارو کې د واسطو او فساد له امله ډیر د کار خلک اوزګار ګرځيږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د پيسو او واسطو په زور خو په ډېرو وزارتونو او ولايتونو کي ډېر نا اهله کسان په جعلي تحصيلي اسنادو په ډول ډول لوړو او نورو چوکيو کي کار کوي. د کار خلک خو په دې حکومت کي نه چليږي او نه يې د دې فاسد حکومت لوړ پوړي چارواکي پرېږدي.دوی اهل کار او مستحق کدرونه ټول ګوښوته کړي دي. د حکومت چوکۍ لوړپوړي چارواکي خپلو پلويانو او خپلوانو ته ورکوي او يا يې په لکونو ډالرو خرڅوي. د طالبانو هم دغو نالوستو، نااهلو او د پيسو په زور ټاکلو سوو چارواکو ته نه دی پام سوی چي غوږونه… نور لوستل »