اسیا جام: هند پاکستان ته د یوې ویکټې په غورځېدو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سوپر فور پړاو ستره سیالۍ کې هند لوبډلې خپلې سرسختې سیال لوبډلې پاکستان ته د یوې ویکټې په غورځېدو د ۲۳۸ منډو هدف پوره کړ.

دغه سیالۍ تېره شپه د عربي اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې ترسره شوه چې د یو شمېر مینوالو پرمخ پاکستان لوبډله له سختې ماتې سره مخ شوه، چې د هند لوبډلې دواړو اوپنرانو سلیزې ووهلې.

لومړی توپوهنه د پاکستان لوبډلې وکړه چې پېل یې په زړه پورې نه و، خو وروسته شعیب ملک او سرفراز احمد اوږده ملګرتیا وکړه، په وروستي اورونو کې یو وار بیا پاکستان توپوهونکي له ستونزو سره مخ شول او په ۵۰ اورونو کې يې ۲۳۷ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا شیعب ملک ۷۸ او سرفراز احمد ۴۴ منډې جوړې کړې، د هند لخوا کولدیو یادو او جاسپریټ بومرا ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې شیکر دهاون او روهیټ شرما د پاکستان تکړه توپ اچونکو ته سخت ځواب ورکړ، تر څو یو هم ونه توانېد ویکټه وغورځوي، آن چې تر ۲۱۰ منډو پورې یې ملګرتیا وکړه او شیکر دهاون سلیزه (۱۱۴) ووهله، وروسته دهاون رن اوټ شو او روهیټ شرما هم سلیزه (۱۱۱ ناسوځېدلی) ووهله.

په پای کې يې ټاکلی هدف په ۳۹.۳ اورونو کې پوره کړ، شیکر دهاون په خپله سلیزه کې ۱۶ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې، همدا ډول روهیټ شرما ۷ څلوریزې او ۴ شپږیزې ووهلې.

په اسیا جام کې هند لوبډله دوه وارې خپل سرسختي سیالۍ پاکستان سره مخامخ شوه چې دواړه وارې یې ستره ماتې ورکړه، په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان ۱۶۲ منډې جوړې کړې وې، چې هند ورته ټاکلی هدف په ۲۹  اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ، په دغه لوبه کې هم روهیټ شرما او شیکر دهاون ښه ځلیدلي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د