ارګ: اشرف غني د ځينو «لومړیتوبونو» په خاطر د نیویارک له غونډې پاتې شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲تلې، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د محمد اشرف غني سفر د ‏ځينو «لومړیتوبونو» له امله لغوه شو‎. ‎

پرون ځينو سرچینو خبر ورکړ، چې د نامعلوم دلیل له امله د محمد اشرف غني سفر ځنډول شوی او عبدالله عبدالله نیویارک ته ‏رسېدلی دی‎. ‎

د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د عمومي اسمبلۍ دا غونډه هرکال ترسره کېږي، چې پکې د هېوادونو مشران ګډون کوي‎. ‎

تېر کال پخپله محمد اشرف غني د غونډې ګډونوال و، خو سږ کال يې سفر لغوه کړل شو‎. ‎

ځينو سرچینو ویلي، چې د هغه نیت و د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره به ګوري، خو ‏هغوی يې دغه خواست رد کړی دی‎.‎

د ارګ د ویاند یو مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، ډاکټر غني د ځینو «لومړیتوبونو» له امله دلته پاتې شوی دی‎. ‎

هغه دا «لومړیتوبونه» نه دي په ډاګه کړي او نه يې هم ويلي، چې په اوسني حساس وضعیت کې د ملګرو ملتونو په غونډه ‏کې تر ګډون پورته کوم لومړیتوب د ډاکټر غني پښه را ونیوله‎.‎

مرتضوي د امریکايي ولسمشر او چارواکو له لوري د غني د سفر لغوه کېدل رد کړل او دعوه يې وکړه چې هغه پخپله د ځينو ‏‏«لومړيتوبونو» په خاطر پاتې شوی دی‎. ‎

ډاکټر عبدالله عبدالله هم له ځان سره د ټرمپ د لیدو هیله وړې، ټرمپ چې تر اوسه محمد اشرف غني مخامخ نه دی ورسره کېنستی، ‏معلومه نه ده چې عبدالله ته به وخت ورکړي کنه‎. ‎

avatar
2 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

نه پوهيژو چي ددوي دپاره د ژوند معيار سه دى.
والله(ج) ته ، وملت ته أو حتى خپلو خاوندانوته هم ذليله دي . دوي له خرو نه هم بد دي، له خرو نه خاوندان خوشحاله وي .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ، ستاسی د خبرو په تایید ( چه له خرو خپل خاوندان راضی وی ) مګر له دی غلامانو یی خپل باداران خوشاله نه دی ماته د هیتلر هغه خبره را یاده کړه وایی [ له هیتلر کوم ژورنالست پوښتنه وکړه چه تاسی نزدی ټوله اروپا ونیوله په دغه مفتوحه هیوادو کی مو له چا سره محبت او د چا سره کرکه هم زیزیدلی وه هغه وویل هو !!!!!!! هغوی چه زمونږ سره یی جنګ کولو مونږ یی وژلو او هم یی ځانونه په مونږ وژل د هغوی سره می مینه وه چه د خپلی خاوری ، خلکو… نور لوستل »

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

بیلکل جمیل صاحب.او څوک چه د دجال (انګریز)مفت سوسیالونه،کمکونه.خو
ری ،هغه نو په خپله دجال دی،

جميل
میلمه
جميل

زه نه په لندن كي يم أو نه هم دسوسيال كومك پيژنم الحمدلله دخپل لاس پيدا خورم، كه گناه پيژني تهمت لويه گناه ده أو كه گناه نه پيژني د اخلاق كمزوريده. دچا چي اخلاق ظعيفه وي أو منطق د خبرو يي ختم شوي وي هغه چي هر سه وايي او ليكي يي هغه معاف دي . دير افغانان لندن أو نورو ملكو ته له مجبوري مهاجر شويدي خو دجالان ندي په دوي كي به ديري يي تر هغو ايمانداره او غيرتي وي، چي تَر أوسه دكمونست، وطن پلورونكي أو بي حيا نجيب گاو مريدان دي ، تر پرونه پركمونزم… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

په ډیر معذرت د نن ټکی اسیا د لیکنی په خلاف چه لیکلی یی دی [ تر اوسه د ترمپ سره اشرف غنی مخامخ ناسته نه ده کړی ] فکر کوم په کومه غونده کی ورسره خوا په خوا یو اړخ ته د ترمپ او بل اړخ ته د غنی جوکی وه ترمپ غنی ته د لاس ورکولو وخت کی یی لاس خوږ شو ، له هغه وروسته[ ترمپ غنی او غنی زمکی ته کتلی ]زه نه بوهیدلم ولی او په جوکی به داسی اوښتو راوښتو لکه لاندی چه خوږیدلو ، شفیع عیار برنامه کی هغه هم ورباندی تبصره کړی… نور لوستل »