
کاپیسا: امریکایانو هوايي برید کې اربکیان په نښه کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲تلې، ۱۳۹۷ل): د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې امریکايي هوايي برید پر اربکیانو برابر شوی او ۲۰ تنو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
د تګاب ځايي اوسېدونکي وايي، پېښه د نوروزخېلو سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، چې امریکايي الوتکو د اربکیانو پوستې په نښه کړې.
د دوی په قول تر اوسه يې ۱۲ ټپي اربکیان او اته د نورو جسدونه د پېښې له ځایه تر لاسه کړي دي.
ویل کېږي، د اربکیانو د پوستو تر خاورو لاندې د تلفاتو د ډېرېدو امکان هم موجود دی.
تر اوسه د کاپیسا ځايي چارواکو او دلته مېشتو بهرنیانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم په تګاب ولسوالۍ کې پر یو واده د بمبار پر مهال ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته.
تازه د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ کې د امریکایانو په بمبار کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي دي، چې دولت يې «طالبان» معرفي کوي، خو ځايي اوسېدونکو په خواله رسنیو کې د دولت ادعا پوچه بللې.