
نږدې شپږ ميلیونه ماشومان واکسنېږي
نن ټکی اسیا (دوشنبهو ۲تلې، ۱۳۹۷ل): د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي په روانه اوونۍ کې به د هېواد د پلازمېنې په ګډون په ۲۷ ولایتونو کې شاوخوا شپږ نیم میلیونه ماشومان واکسین شي.
له دې وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پولیو پر ضد واکسیني کمپاین نن پیل شوی او یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د خبرپاڼې له مخې د پولیو ضد واکسین به ۶،۴ میلیونه ماشومانو ته ورکړل شي، چې عمرونه يې له پنځو کلونو ښکته وي.
په افغانستان کې په دې وروستیو کې د پولیو څو پېښې ثبت شوې دي.
دوه اوونۍ وړاندې په کندهار کې هم یو څوارلس کلن ماشوم د ګوزڼ ناروغي درلودله.
د عامې روغتیا وزارت وايي دوی به په ننګرهار او کندهار کې د پولیو د سرایت د مخنیوي په خاطر ډېر تمرکز ولري.