سیاسي ګوندونه: په ځينو ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه په مشروط ډول پرانیستي

نن ټکی اسیا (دوشنبهو۲تلې، ۱۳۹۷ل): سیاسي ګوندونه وايي په ځينو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون تړلی دفترونه يې په مشروط ډول پرانیستي دي‎. ‎

د لوی ملي ائتلاف په نوم د سیاسي ګوندونو ټلوالې په کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د ټاکنو مرکزونه وتړل، چې اندېښنې ‏يې را وپارولې‎. ‎

له ننګرهار او هرات وروسته تېره ورځ په بلخ کې هم د والي مرستیال وویل، چې معترضین يې قانع کړي او د ټاکنو کمیسیون ‏يې پرانیستی دی‎. ‎

په ورته وخت کې په کندهار کې هم د ټاکنو کمیسیون دفتر د پرانیستې خبر ورکړل شوی دی‎. ‎

سیاسي ګوندونه وايي، دوی دغه تړلي دفترونه پر دې شرط پرانیستي چې حکومت به ورسره د بایومټریک سیستم جزییات ‏شریکوي‎.‎

د سیاسي ګوندونو په غوښتنو کې یوه هم همدا وه، چې رایه ورکوونکي باید بایومټریک شي‎، چې ټاکنو کمیسیون ورسره منلی دی.

دوی چې د ټاکنو ګوندي کېدل، د جعلي تذکرو له منځه وړل، د نظارت ګډه کمېټه جوړول او څو نور وړاندیزونه هم لري، څرګنده ‏نه ده چې له حکومت سره يې تر کومه بریده پر مخ وړې دي‎. ‎

لوی ملي ائتلاف چې د سیاسي ګوندونو او ځینو مطرحو سیاسي څېرو ګډوله ده، وړاندې يې پرلپسې ټینګار کړی، چې ټاکنې ‏ورته د منلو نه دي، شفافیت پکې نشته او د ټاکنو کمیسیون له لوري په جعلي ډول د رایه ورکوونکو شمېر لوړ ښوودل کېږي‎. ‎

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د