
طالبان: د فکري یرغل پر وړاندې مبارزه، زموږ وجیبه ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د نظامي مبارزې تر څنګ، د فکري یرغل پر وړاندې هم مبارزه د دوی وجیبه ده.
د «نوی نسل او زموږ جمعي مسؤلیت» تر سرلیک لاندې د طالبانو په تبصره کې چې د دوی رسمي دریځ څرګندوي د ځوانانو پر روزنه خبرې شوې دي.
تبصره کې راځي، د فرهنګي ارزښتونو ساتل د ملت تلپاتې مسؤلیت دی، خو دا مسؤلیت هغه وخت لا ډېرېږي، چې کوم ملت د کفر تر اشغال لاندې راشي.
د تبصرې د لیکوال په وینا «هغه مسلمان ملتونه چې د نولسمې او شلمې پیړۍ په استعماري دوره کې په کلتوري لحاظ د اشغالګرو په رنګ ورنګېدل، خپل سوچه عقائد، عادات او ارزښتونه یې هیر کړل او د اشغالګرو لخوا په تپل شوي اجنبي کلتور کې ذوب شول، د دې یو مخیز سقوط اساسي عامل یې دا و چې د ټولنې رهبرانو، مشرانو او باخبره قشر خپل نوي نسل ته خپل اسلامي فرهنګ په سمه توګه تشریح نه کړ او نه یې هم پردی تپل شوی فکري استعمار د یوه خطر په حیث ورمعرفي کړ.»
طالبانو لیکلي، د افغان ولس د ځوان قشر د بې لارۍ لپاره سلګونه میلیونه ډالر لګول کېږي، چې پر وړاندې مبارزه يې د هر مسلمان ځوان دنده ده.
«د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې په نظامي ډګر کې د اشغال د محو کولو په اراده مسلح جهادي کوي، د اشغالګرو د تبلیغاتي او فکري یرغل په وړاندې فکري مبارزه هم خپله دیني وجیبه بولي.»
طالبانو پر لیکوالو، مدرسینو، علماوو او قلموالو غږ کړی چې په دې حساس وخت کې خپل مسؤلیت ته ځير واوسي: «اسلامي امارت د ټولنې په اګاه قشرونو لکه علماء کرامو، خطیبانو، د تعلیمي ادارو په استادانو، قلموالو او ټولو اغیز لرونکو شخصیتونو باندې غږ کوي چې په دې تاریخي پړاو کې خپل مسؤلیت اداء کاندي.»
څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحیم ایوبي هم دې موضوع ته اشاره وکړه.
هغه له شمشاد سره په یوه بحث کې وویل، چې د افغان پېغلو د بې لارۍ لپاره ځينې مؤسسې کار کوي چې د خپلو جذب شویو پېغلو په وسیله غواړي نیمه بربنډ په موږ کې عام کړي.
طالبان د نظامي، دعوتي، کرنیز، ملکي تلفاتو د مخنیوي او نورو کیمسیونونو تر څنګ فرهنګي کمیسیون هم لري، چې انلاین برخه کې ویبپاڼې، چاپي برخه کې څرک، مورچل، حقیقت او شهامت مجلې، ویډیويي برخه کې الاماره او منبع الجهاد سټوډيوګانې او پر دې سربېره مخامخ تر لاس لاندې سیمو کې خلکو ته تعلیمي او فرهنګي غونډې چمتو کوي.
ریښتیا هم چی اوس ګمراهی ډیره شوی او اکثریته ځوانه طبقه اسلامی اصولوته ارزښت نه ورکوی که داحال همداسی جاری وی نو لری به نوی چی یواځی د اسلام نوم په مونږکی پاتی شی نوربه هیڅ هم نوی . نن ورځ دا اکثره رسنی داسی خپرونی لری چی سل په سلو کی د اسلامی دایری څخه وتلی دی مګر داسی څوک نشته چی مخ نیویی وکړی او دا ګمراه رسنی ډیره یی د امریکا او نورو کفری ملکونه نه ملاتړ یی کیږی خاص د اسلام له دایری نه د نوی نسل ویستل دی چی ښه مثال یی د طلوع لمر… نور لوستل »