د امنیتي ځواکونو د تلفاتو هیښوونکي ارقام

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

پرون د ګډ حکومت د دفاع وزیر ښاغلي طارق شاه بهرامي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې تیره میاشت زمونږ د وژل شویو سرتیرو مجموعي تلفات ۱۲۷۴ تنو ته رسیږي چې د هغوی له جملې څخه یې ۵۱۳ تنه وژل شوي دي.

ښاغلي بهرامي ادعاء وکړه چې د مقابل لوري تلفات د دې دوه چنده لوړ دي.

له امریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیک کولو وروسته د هیواد د امنیتي وضعیت په خرابیدو سر بیره د امنیتي ځواکونو د تلفاتو ګراف هم په غیر متوقع شکل لوړ شو ، تر دې چې په ۲۰۱۷ کې د ناټو او امریکايي چارواکو په دستور پریکړه وشوه چې له طالبانو سره په جګړه کې د بهرنیو او داخلي سرتیرو د مرګ ژوبلې واقعي ارقام به له رسنیو څخه پټ ساتل کیږي.

خو کله چې دا تصمیم نیول کیده هغه مهال روزانه په اوسط ډول له ۳۰ تر ۴۰ پوري دولتي سرتیري له طالبانو سره په جګړه کې وژل کیدل.

سږکال له بده مرغه چې دا شمیره دوه چنده لوړه شوې او امنیتي وضعیت هم تر بل هروخت ډیر بتر شوی دی.

خو د دې باوجود د ښاغلي بهرامي په شمول دولتي چارواکي بیا هم له امنیتي تړون څخه د فاع کوي او د هغه لاسلیکول د هیواد او ولس په ګټه بولي.

حال دا چې د همدي تړون په مټ بهرنيو ځواکونه له افغان سرتیرو څخه د دفاع په پلمه د ولسي خلګو د بمبارولو او وژلو لړۍ جاري ساتلې او نیږدي هره ورځ خبري رسنۍ د امریکايي ځانګړو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې رپوټونه خپروي چې ښکاره بیلګه یې تیره ورځ په کاپیسا کې د واده پر مراسمو او د وردګو په جغتوکې پر کلیوالو عملیات کول دي چې له امله یې په مجموعي ډول ۲۳ کسان وژل شوي دي.

له امریکا سره امنیتي تړون او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون په ټوله کې هغه ناورین دی چې د یو شمیر امریکا پلوه ښاغلیو لخوا يي اوس هم ملاتړ کیږي خو د افغانانو لپاره د هرې ورځې په تیرو سره دغه ډول ناورینونه زیږوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ددوارو خواوو جنگيالي د خپل مطلب د پاره جنگ ته ملا ترلي، ديوه مطلب يوازي دنيوي أو ددي دنيا مطلب (پيسه أو مقام) حاصلول دي ، خو د بلي خوا بيا دنيوي أو اخري(اعلاء كلمةالله أو ازادي ، أو جنت) حاصلول دي. يوه ته يي ددي دنيا ذلت أو د اخرت ذلت ور په برخه كرى،ددي دنيا ذلت يي دا چي د پرديو كفارو د غلامانو غلامان دي او د أخرت ذلت يي داچي د خپل رب په حضوركي به شرمنده وي . خو وبل ته يي ددي دنيا عزت أو داخرت عزت وركرى. ددي دنيا عزت يي دا چي… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

نظامی تلفات له هغو چه ایجړا او غلام بهرامی یاد کړی ځو ځلی لوړ شوی او لا لوړیږی ، مګر د کابل غلامه اداره بیا هم د غلامی د امنیتی تړون ملاتړ کوی سمه وایی که د اشغالګرو نظامی او مالی مرسته نه وی دوی یوه ورځ حکومت هم نه شی کولای دا اوس چه ارقام دومره یادوی او یا تر هغی څو ځله زیات ، ځکه چه امریکایانو لږ تر لږه دغه شریدلی غلامه اداره له شړیدلو او کودتاګانو ژغورلی که اریکایان نه وی دوی به خپلو کی یو بل ژوندی وخوری طالبان ته یی اړه هم نشته