election votes-counting

د ټاکنو کميسيون: د ټاکنو ولايتي دفترونو تړلو تورن کسان به د ټاکنو له ليسته وباسو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د ولسي جرګې يو شمير نوماندانو په ولايتونو کې د دغه کميسيون دفترونو په تړلو کې لاس لري چې نومونه به يې د ټاکنو له وروستي نوملړ څخه وويستل شي.

دغه کميسيون وايي چې د هغو کسانو په اړه يې څېړنې پيل کړي دي چا چې په تيرو څو اوونيو کې له معترضينو سره د ټاکنو د ولايتي دفترونو په تړلو کې لاس درلود.

د دغه کميسيون وياند ذبيح الله سادات وايي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل د څېړنو د پای ته رسېدو وروسته به د دوی نومونه له نوملړ څخه وويستل شي او بيا به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

هغه وويل چاچې د ټاکنو د کميسيون په وړاندې ګام پورته کړی او سيمه ييز دفترونه يې تړلي دي او د ټاکنو د چارو په وړاندې خنډونه جوړ‍وي هغه کسان به له ليسته ويستل کيږي.

تر دې وړاندې هم د ټاکنو کميسيون د ولسي جرګې نوماندانوته خبر ورکړی و چې که د ټاکنو په وړاندې خنډونه او مشکلات رامنځته کړي نومونه به يې حتی له رايو شميرلو وروسته هم حذف او رايې به يې باطلې اعلان شي.
تر دې وړاندې د افغانستان لوی ملي ايتلاف ګوند په ټاکنو کې د جعل کارۍ او فساد په وړاندې غږ پورته کړی و او ويلي يې وو چې نږدې یولک تذکرو باندې جعلي سټيکر لګول شوي دي، چې په همدې بنياد يې د هرات، ننګرهار، کندوز،بلخ او کندهار ولايتونو د ټاکنو ولايتي دفترونه د اعتراض په توګه وتړل، چې وروسته د حکومت په هڅو خلاص شول او ځينې کسان يې ونيول.

د کندهار دټاکنو ولایتي دفتر وروستی هغه و چې نن بيرته پرانيستل شو.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روانې مياشتې په ۲۸ مه نېټه ترسره کيږي او ځينې کانديدان لاهم په دې پروسه باوري نه دي او وايي چې دغه ټاکنې به شفافې نه وي او له درغلۍ به ډکې وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د