ارشیف

غزل/ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

بچي راته په وینو سره پراته دي ورته ګورم
او ورونه مې بمبار کې راته مړه دي ورته ګورم

ګناه یې دی اسلام، مسلماني او افغانیت
په دې جرم تورن او په دې پړه دي ورته ګورم

کافرو مې په کور باندې چاپه ده اچولې
لاسونه مې ولچک او زولنه دي ورته ګورم

ننګرهار، لغمان، وردګ او کاپیسا په وینو سره شول
ګلونه د قبرونو میلمانه دي ورته ګورم

لښکر د جنازو مې مخکې ښکته پورته کیږي
باڼه مې په تودو اوښکو لامده دي ورته ګورم

بمبار دی او چاپه ده، قتل عام دی او ولس دی
شهید بچیان د مور څنګ کې ویده دي ورته ګورم

مشفقه دا نړۍ ادم خوره مسلم خوره ده
او زموږ وطنداران ورسره مله دي ورته ګورم

۱۳۹۷/۷/۲ دوشنبه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د