ظاهر خان په ټي ټین لیګ کې د پنجاب لوبډلې واخیست

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۷ل): د ټي ټین سیالیو بولي دا مهال په عربي اماراتو کې جریان لري چې د پنجابي لیجنډز لوبډلې لخوا د افغانستان سوکه توپ اچونکی ظاهر خان واخیستل شو.

دغه لس اوریزې سیالۍ په عربي اماراتو کې ترسره کیږي چې د راشد خان، مجیب الرحمن او نجیب الله ځدراڼ په ګډون یو وار بیا ظاهر خان هم د یاد لیګ برخه شو.

د ټي ټين لیګ سیالیو دویم پړاو به د روان کال په دیسمبر میاشت کې د عربي اماراتو په ښکلو لوبغالو کې پېل کیږي، چې په دې سیالیو کې به ظاهر خان په دویم ځل خپله جادو ښایي.

دغه لیګ د دوه نویو لوبډلو په زیاتېدو سره ټولې اته لوبډلې لري، چې په دې ډول دي: مراټا عربینز، کرالا کینګز، پښتونز، پنجابي لیجنډز، راجپوتز (راجستاني هیروز)، کراچینز، نارتن وریئرز او بنګال ټایګرز.

د افغانستان لخوا د ټي ټین په لومړي پړاو کې پنځه لوبغاړي (محمد نبي، مجیب الرحمن، نجیب ځدراڼ، او ګلبدین نایب) شامل وو، چې اوس په دویم پړاو کې د راشد خان، ظاهر خان او محمد شهزاد هم ددغې لیګ برخه ګرځېدلي دي.

د یادونې وړ ده چې ددغو سیالیو یوه پاڼۍ به ۱۰ اورونه لري او ټوله لوبه به ۹۰ دقیقې وخت اخلي چې د ۲۰ اوریزو لوبو نیمایي او د فوټبال لوبې وخت سره سم دی، معنا دا چې یوه ورځ کې ۴ یا ۵ لوبې په اسانۍ سره ترسره کیدلی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د