دسندیانو قومي مشر: د کراچې د حالاتو خرابونکي مهاجر او پښتانه دی..

dr_qadir_maqsiډان نیوزکراچی/ ښاغلی ډاکټر په داسی حال کی داڅرګنده ونی وکړی، کله چه یی دسنده دترقی غوښتونکی ګوند په ایالتی کورکی دګوند غړو ته وینا کوله.

نوموړی دکراچی دبی ثباتی ټوله پړه پرمتحده قومی غورځنګ اوعوامی نیشنل ګوند باندی ورواچوله.

دګوند وکارګرانو ته د وینا پرمحال نوموړی دعوامی نیشنل ګوند دمشر اسپند یار ولی پر هغه وینا چه وایی په سنده کی باید پښتنو ته برابره برخه ورکوله شی سخته نیوکه وکړه اوزیاته یی کړه چه اسپند یارولی دخپلو مشرانو هغه خبری هیری کړی دی چه ویل به یی پښتانه سنده ته یواځی دکارکولو اومزدوری په غرض راځی .

ډاکټرمکسی وویل چه له ډیری مودی څخه په کراچی کی مظلوم خلک وژل کیږی اوپه کراچی کی دوه مخالف ګوندونه ( عوامی نیشنل پارټی او متحده قومی مومنټ) دمرګونوپړه یوپر بل وراړه وی.
خو دسنده حکومت په هرڅه پوهیږی داچه ددوی حکومت ته خطر واقع نه شی پرحقائقو سترګی پوټوی.
نومړی په خپله وینا کی دهغو ګنګوسو مخالفت وکړ، کو م چی ویل کیږی چه دسنده اوپنجاب امنیتی چاری باید فوځ ته وسپارل شی
اوزیاته یی کړه پرځاي ددی چه فوځ په کورنیو چارو کی مداخله وکړی، باید ځایی پولیسوته لازیات اختیارات ورکول شی ترڅوحالات
کنټرول کړی.
نوموړی زیاته کړه چه دیومنظم سازش په صورت کی زیات دباندینی خلګ سنده ته دپاکستان له نورو سیمو اوحتی له افغانستان څخه راوړل کیږی.
په اخرکی یوار بیا نوموړی داسپند یار ولی پرهغه ویناوو سختی نیوکی وکړی، کوم چه اسپندیارولی ویلی وو چه پښتانه په سنده کی دبرابری برخی حق لری
ډاکټر مګسی زیاته کړه، چه عوامی نېشنل پارټی (ANPدسنده په پارلمان کی نمایندګان لری، اوبیاهم اسپند یار ولی په سنده کی
دپښتنو دبرابری برخی غوښتنه کوی اوزه نه پوهیږم چه له دی ویناوو څخه داسپندیار ولی موخه څه ده.
نوموړی زیاته کړه چه اسپندیارولی له داډول ویناوو څخه باید ډډه وکړی اوداحمدشاه ابدالی رنګه ژبه  دسندیانو په مقابل کی استعمال نه کړی.
اوکچیری اسپندیاره ولی بیا هغه رنګه ژبه استعمالوی کوم چی په ماضی کی دپښتنو مشرانو دسندیانو په خلاف استعمال کړیده، نومونږ هم خپل غښتلی او بهادره مشران نه شو هیره ولی لکه ښاغلی ډوډو، اومونږ هیڅکله دهغو خلګو احترام نه شو کولای چاچی په ماضی کی زمونږ پر خاوره تیری کړیدی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.