په ټي ټين لیګ کې یوولس افغان لوبغاړي واخیستل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۷ل): د لس اوریزو سیالیو په لیګ کې د افغانستان لوبډلې لخوا د شاپور ځدراڼ په ګډون لس نور لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو لخوا واخیستل شول.

ددغه لیګ د دویم پړاو په لومړۍ بولۍ کې چې د جولايي په میاشت کې ترسره شوې وه، د افغانستان لوبډلې څخه راشد خان د مراټا عربینز، محمد شهزاد د راجپوتز او مجیب ځدراڼ د بنګال ټایګرز لوبډلې لخوا اخیستل شوي وو.

اوس ددغه پړاو لپاره یو وار بیا په ۲۴م سپتمبر بولۍ ترسره شوه چې د افغانستان اته نور لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو لخوا واخیستل شول، شاپور ځدراڼ چې له ډیرې مودې له ملي لوبډلې څخه لرې دی یو وار بیا به د مینوالو پر مخ توپ اچونه کوي.

په دغه لیګ کې ظاهر خان د پنجابي لیجنډز، سمیع الله شینواری د کراچینز، نجیب الله ځدراڼ د مراټا عربینز، ګلبدین نائب، شرف الدین اشرف او شاپور ځدراڼ د پښتون، قیس احمد د راجپوتز (چې د محمد شهزاد ملګری شو)، او محمد نبي د بنګال ټایګرز (چې د مجیب ځدراڼ ملګری شو) لوبډلې لخوا واخیستل شول.

دغه لیګ چې د لسو اورونو فارمیټ دی او د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا رسما منل شوی هم دی، د اته لوبډلو (پښتون، کراچینز، راجپوتز، کیرالا کینګز، مراټا عربینز، نارتن وریئرز، بنګال ټائیګرز او پنجابي لیجنډز) په ګډون ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې ټي ټین لیګ به لس ورځې دوام لري، په کې به د ۸ لوبډلو ترمنځ ۲۹ سیالۍ ترسره کیږي، او د نومبر میاشتې په ۲۳مه نېټه به د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پېل او په ۲م دیسمبر پای ته رسیږي.

لوبغاړي چې د یاد لیګ رسمي پاڼې څخه اعلان شوي:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د